
موږ ولې دومره بدبخته یو، چې هم پخپلو کې سره وهو او هم پردي هیوادونه موږ ته لاس یو کړې او لاس په ماشه کمین کې راته ناست دي.
کله په یو نوم او کله په بل نوم موږ وژني، نو بیا خپلو کې هم دقام او ژبې خبرې کوو، هغه پښتون ده، دغه هزاره ده، او هاغه تاجک ولې؟ خو پردي هیوادونه موږ ته ترهګر، دهشتګر، قاچاقبر او په سلو نورو نومونو موږ یادوي او په دې سره وژل کیږو او دا لړۍ لا روانه ده.
ښه پوهیږو او بیا دغه پړه ديو هیواد دسیسه ګڼو؛ لامل یې په خپلو کې دباورنشتون، اتحاد نه درلودل او په ژبه دافغان په نوم ویاړ کوو عمل کې بیا هغه څه کوو، چې نه وي موکړي.
زړونه مو نه دي پاک، یو بل ته کوهي کیندو، دیوبل خبره پرځان نه منو، ځان ته من وایو، نیتونه مو په یو بل بد دي، یو چې پرمختګ وکړي، دهغه لپاره دسیسه جوړ ؤ، څو نور مخته ولاړ نشي.
ددین احکام ټول منو او هم په ښو او بدو چې لارښوونې شوي موږ يې نورو ته رسو او په خپله مولاعمل ندی کړې. ځکه که په پوره ډول په اسلامي اوشرعي حدودو ځان پوه کړو او په ژبه ووایو او په زړه ورباندې باور ولرو، نو نن ورځ به خدای پرموږ داسې حالات نه رانازول.
ددغو حالاتو څخه ځان ایستل؛ ترهغه پورې چې په اسلامي جامه ځان برابرنکړو، دامرباالمعروف او نهي عن المنکرځانګړنې تطبیق نکړو، نو هیڅکله به ددغو بدبختیو څخه په امن کې ونه اوسو. د افغانستان حالات هم ډېرپېچلې او خطرناکه دی ، هره غلطه پریکړه افغانستان له لویو ناورینونو سره مخامخولی شي.
که څه هم د افغانستان ملي ځواکونه په فکري ګډوډۍ، تشنج او د حالاتو څخه د سم پوهاوي د نشتون په تشه کې لاس او پښې وهي او په یو ډول سیاسي ګنګسیت کې ډوب دي خو بیا هم د افغانستان د ژغورنې لپاره سترګې د همدوی په لورې آوړي.
که څه هم یو شمیر روڼ اندي د فساد د کړیو د شیطاني هڅو ښکار شوي او د فساد د کړیو د شعارونو تر اغېزې لاندې عمل کوي او خپلې شخصي ګټې تر ملي او وطني ګټو لوړې بولي.
خو لا هم د افغانستان ستر اکثریت د خپل وطن، خلکو، سولې او پرمختیا سره ژوره مینه لري او دوی په ګډه کولی شي د ټولو تورو ارتجاعي قوتونو پرخوله ماتونکی سوک شي، چې باید له دغه ریزرفونو سمه او منقطي او پرځای استفاده وشي.
هغه څه چې اوسني حالت له هر وګړي نه غواړي هغه د مکاره دښمن د پيچلو څو اړخیزو اقداماتو ته ژوره پاملرنه او له احساساتي او بې بنسټه طرحو او اقداماتو څخه ډډه کول دي. شرایط غوښتنه کوي څو مسایل په ژوره او علمي ډول و څېړل شي او د حالاتو په ژورې څېړنې او مطالعې سره لازم چلند غوره شي.
که موږ سره په خپلوکې یو ونه اوسو اویوبل له لاسه ونه نیسو، هیڅکله به زموږ رښتوني اتحاد شتون ونلري او که دیوبل له زړونو راشو، یوبل له لاسه ونیسو البته دزړه له صدقه یادې کړنې ترسره کړو، نوډیر ژر به دیو اتحاد لرونکي هیواد شاهدان نړیوالو ته ځان ثابت کړو.
بیا به هغه اودغه نه ملامتوچې موږ وژني، زموږ کورونه ویجاړوي، ددغو بدبختیو مخه به ډیر ژر زموږ په ملي یووالي او اتحاد کې دی او څوک موږ ته کاږه هم ونه ګوري.