ګل دسته

والله مینه یو په دوه شي چې ستا تله شي
روح د تن نه په واته شي چې ستا تله شي

په هجـــــــــران کې د لیمو د بامه څاڅـي
خومړی اوښکی فواره شی چی ستا تله شي

ســـاز ســـرود شي و ځمبار د هر قــــدم دی
خدایږوټول نغمه نغمه شي چې ستاتله شي

تل به پاتـــــــــــــې شي یادګارد ګلو لختې
شپینه خوله که صدقه شي چې ستاتله شي

لمرشو پورته بیا شو ښکته خو پوه نه شوم
د فــــــکرونو سلسله شي چې ستا تله شي

دسیــــــــــني د باغ کابل ته مې هوس شي
خو دارګ ماڼۍ چپه شي چې ستا تله شي

د میرویـــــــــس د تغزل نغمې خورې شي
ګـــلدسته شي بیا تحفه شي چې ستاتله شي