د اوبو ارزښت او اهمیت د قران په رڼا کې

د اوبو د ساتلو او خوندي کولو اهمیت په ټولیزه توګه له هیڅ موجود څخه پټ نه دی دلته موږ د اوبو په ارزښت  د الهی کلام قران حکیم رڼا او پلوشو ته ورګرزو.
 
کلونه کېږي چې ګران هیواد افغانستان سیمه او نړۍ له وچ کالۍ سره لاس او ګریوان دي، او زموږ ګران هیواد په خاصه توګه  د دي لوی او ناوړه رنځ په بستر پروت دی. او دې پیښې د اقلیمونو مختلف شرایط له جدي بدلونونو سره مخ کړي، ډېری کلي او بانډي مو د هغو له اصلي اوسیدونکو څخه خلاص او بې برخي کړي، کرنه او شنلی مو له بدلون سره مخامخ کړي، او د شنلي له کمیدو سره ورو ورو د ګرمۍ او د نه جبرانیدونکي وچ کالۍ په لور روان یو.


اوبه چې د ژوند مایه ده او ټول ژوندي موجودات د دې حیاتي مادې د خپل ژوند لپاره پوروړي دي، نن صنعت او وګړي مخ پرزیاتیدو دي تر نورو ټولو پړاونو د اوبو سپما او ساتلو لپاره د لارو چارو جوړول او دا حیاتي ماده موخیزه جوړل ډېر احساس کېږي او ډېره  اړینه ده.
 
له دې کبله د دي حیاتي مادي د اړتیا احساس موږ اړباسې چې الهی ایتونو د اوبو ګټې او رول ته  د الله په کتاب (قران کریم) کې وګورو.


د اوبو د کلیمې بیان په قران عظیم شان کې ۶۳ ځله راغلی دی.
د اوبو کلیمه چې معادله عربی کلیمه يې «ماء» ده ۶۳ ځله په قران کې راغلې، د الله دا ایات اشاره کوي چې د الله عزوجل عرش د اوبو په سر دي، او د ټولو ساکښو ژوند په اوبو ولاړ دی. او همدا ډول د اوبو په راز راز ارزښتونو په ځمکه کې او د ځمکې په ژوند کې لکه: د طبیعت شنلی او ښکلا، د ډول ډول ګیاو را ټوکیدل، څړځایونه، باغونه، ډول ډول ونې، او په ډول ډول میوو باند خبری کوي.  


 
په لوړو غرونو د اوبو نازلیدل له هغو څخه بیا د څښاک خوږې اوبه تأمینول، د نهرونو او رودونو مینځ ته راتلل، ورسته بیا د سمندرونو مینځ ته راتلل او د هغوي تسخیر د انسان لپاره، هم اشاره شوي. د اوبو مخزنونه  لکه سمندرونه، اسمانونه، غرونه، نهرونه، چشمې او څاګانې چې اوبو ته مربوطې دي او د قران ایت ورته اشاره لري. په څو نورو ایاتونو کې په قیامت کې د اوبو وجود ته اشاره شوي، او د جنت له نیعمتونو څخه يې بللې دي.
الله تعالی داسې فرمايې: «هُوَ الَّذِي أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً لَّكُم مِّنْهُ شَرَابٌ وَمِنْهُ شَجَرٌ فِيهِ تُسِيمُونَ؛  
الله هغه ذات دی چې له اسمانه يې اوبه در ته نازیلي کړي چې تاسو يې ورڅخه څښۍ، او واښه او ونې چې  تاسو خپل حیوانان هلته د څړ لپاره بیايي هغه له همدي اوبو دي» ( النحل/آیه ۱۰)
دا ایات د الله حقیقې او دایمې ربوبیت را ښیې چې څنګه حکیم او عظیم رب په حکیمانه او مدبرانه ډول اوبه په ځمکه په اندازه سره را اوروي تر څو مړې ځمکې ته او د ځمکې اهل ته ژوند ور وبخښي. الله رب العزت فرمايي: «وَ هُوَ الَّذي أَنْزَلَ مِنَ السَّماءِ ماءً فَأَخْرَجْنا بِهِ نَباتَ كُلِّ شَيْ‏ءٍ فَأَخْرَجْنا مِنْهُ خَضِراً نُخْرِجُ مِنْهُ حَبًّا مُتَراكِباً وَ مِنَ النَّخْلِ مِنْ طَلْعِها قِنْوانٌ دانِيَةٌ وَ جَنَّاتٍ مِنْ أَعْنابٍ وَ الزَّيْتُونَ وَ الرُّمَّانَ مُشْتَبِهاً وَ غَيْرَ مُتَشابِهٍ انْظُرُوا إِلى‏ ثَمَرِهِ إِذا أَثْمَرَ وَ يَنْعِهِ إِنَّ في‏ ذلِكُمْ لَآياتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُون‏ انعام؛ او هغه الله جل جلاله دی چې له اسمانه يې اوبه لاندي ځمکي ته را نازیلې کړې په اوریدا سره، بیا مو هر نبات را زرغون کړ او ګیا مو په اوبو سره را وټوکوله، او له هغو ګیاوو مو دانې پیدا کړې چې په منظم ډول سره ښودل شوي، (پرتې دي) او د خرما له غوټیو مو د خرما ګڼ او ډک ورښکي پیدا کړه، او د انګورو زیتونو او انارو باغونه، چې ځنې يې شبېه دي ځني نور بیا نا مشابه له یو بل سره دي (پیداکړي)،  تاسو په دي باغو کې کله چې د دوی مویوي را پیدا شې بیا پخې شې (ورسې) (د تعقل په سترګه) و ګورئ، چې په هغوي کې د الله تعالی د قدرت او حکمت نښې او نښانې د ایمان د خاوندانو لپاره ښکاره دي. (انعام/ آیه۹۹)
 
ګرانو هیواد والو د ملګرو ملتونو تازه څړنو ښودلي چې 5.5 میلونه افغانان وچکالۍ ځپلي او بیړنیو مرستو ته يي اړتیا ده.
وچکالۍ چې یو ستر او ناوړه طبعي افت دي زموږ ګران هیواد او هیواد وال يې پخپله کرغیړنه غیږ کې ور نیولي او ورځ تر بلي يې خفه کوي، د خفکۍ غوندي پخوله ور پرته ده او د ژوند لپاره ساوي ورڅخه اخلي، له بلي خوا له دي سره په خوا کې په هیواد کې منفوره او ناروا جګړي ګران هیوادوال ان د خپلو کورونو پریښودو ته اړکړي، او په هیواد دننه د مسافرۍ او بې کوري شپې او ورځې تېره وي. نو ځکه ملل متحد واي چې دي دوو ناوړه پدیدو خلک کډوال کړي او عاجلو مرستو ته يي ضرورت دی.
 
درنو هیواد والو تر ټولو له مخې د الهي کلام احکامو ته په کتو سره راځۍ چې په ګډه په فردي او ټولنیز ډول سره، د ابو په سپما او ساتنه کې په پوره ایمانداري او صداقت سره کار وکړو، له ضایع  او بې ځای مصرف څخه يي مخنیوی وکړو.
 
یو بل ته په لاس ورکولو سره د ابو د ذخیره کولو، د خوړونو او بندونو تړل او د ابو ټولولو او یو ځاي کولو ته لاري هواري کړو، خپله بزګري او مالداري بیرته راژوندۍ کړو او په نوي او عصري ډول یې پر مخ بوزو. تر څو ګران هیواد افغانستان بیرته شین، آباد او سمسور شي ترڅو غواويې مو شیدي وکړي، کندوګان مو له غنمو ډک شي او دسترخوان مو له خپلي ډوډۍ.