
یو زاهد د قحطۍ پر کال ، چې خلک له لوږې مړه کیدل او په ژړا ژړا خپلې نادارۍ ته حیران و په خندا او خوشالۍ سر و . خلکو ترې وپوښتل ولې خاندې ؟ مګر نه ګوري چې ډله ډله خلک مري ، پر ځمکه شین ډکی نشته ، هر څه وسوځیدل د خدای مخلوق د هغو کبانو په څیر ، چې له اوبو دې راویستې وي تپیږي . مومنان د یو بل ورورڼه دي نو ته ولې د دوی به حال رحم نه کوی؟ مومنان لکه دیوه بدن غړي چې یو یې خوږیږي ټول بدن یې ورسره نا کراره وي مګر ستا زړه نه سوزي ؟ زاهد ورته وویل : دا قحطي ماته قحطي نه ښکاري زه هرې خوا ته پریمانه نعمتونه وینم . بیابانونه شنه دي . او د غلې وږي هرې خوا ته ډک ډک ښکاري زه وایم سترګې به مې خطا وي سترګې ورپوم پر مخ لاس راکش کړم خو چې ګورم هرې خواته هر څه پریمانه دي تاسو له بدیو سره ملګري شوی یاست ځکه هر څه په نیستۍ کې ګوري لکه د فرعون قوم ، چې د سیند اوبه د وینو په څیر سرې ورته ښکاریدې . د فرعون ملګرتوب پریږدې له موسی علیه السلام سره ملګرتوب پیل کړی دنیکۍ لار ونیسی او له خپلو پلرونو سره که څه هم جفا ترې وینئ دښمني مه کوِﺉ . حسادت ستاسو سترګې ړندې کړي . که سوله او پیرزوینه خپله لار وګرځوﺉ دا هر څه به اسانه شي .