
هغه وخت چې د ژوند په ستومانه ګامونو، د منزل وروستي پړاو ته نږدې وم ، ولې مې ته مخې ته راغلې ؟ ولې دې زما شتون ، زما هستي اوزما فطرت له سره ، سره را ټول کړل ؟ د څه لپاره دې د اسمان له څنډو د ستورو ځلا راکړه ؟ د څه لپاره دې د لمر له وړانګو څخه زرينه ښکلا راکړه ؟ ولې دې زما د قدمونو ﻻندې د تنيکو شنو کبلو فرش هوار کړ ؟ ولې دې د پرخو څاڅکي د ګلابو په جام کې را باندې وڅښل ؟
ته په دې نه پوهيدې ، چې زه د تالا شوې سپرلي له غيږې الوتلې پاڼه يم ؟ ته په دې نه پوهيدې ، چې زه د ټپي بلبل نيمګړې او نيمه خوا سندره يم ؟ زه د خيال په جزيرو کې هغه ويده شوې نغمه يم ، چې هيڅکله به د رباب په تارونو کې ، په زير او بم وانه وريدل شم . نوته څنګه له مانه تلپاتې سندره جوړوې ؟