
له لیکوال اوژباړن شیرن اغاجهانګیرسره سره دروهي ویبپاڼې ځانګړې مرکه
ښاغلی شیرن اغاجهانګیر تکړه زلمی لیکوال دی چې مورنۍ ژبه یې دري ده خوبیایې هم پښتوژبې ته ډیرڅه وړاندې کړي ، شعرونه اوکیسې یې لیکلې اوکله یې چې زړه په خپلولیکنوتسکین نه دی کړی نوله انګلیسي اوفارسي یې هم ډیرڅه راژباړلي د ي زه اوهغه له څه مودې راپه دې خواپه یوه دفترکې سره یوځای کارکوو اواکثره وخت خپلې لیکنې یوله بل سره شریکوو تیرمازدیګرچې کله له دفتري کارونویوڅه وزګارشوو نودخپلې لیکوالۍ په اړه مې ورسره روهي ته دغه مرکه وکړه .
رحماني
په سرکې به یوڅه دشعرپه اړه خبرې وکړ.
۱-جهانګیرصیب کله دې ځان دیوه شاعرپه حیث احساس کړ؟
کله چې مې په لومړي ځل وکولای شو خپل درد ته د لفظونو جامه ورواغوندم، همغه وخت وو چې ځان راته عجیب ښکاره شو. هغه څه چې مې لیکل، خوند مې ترې اخیست. دا هغه وخت وو چې ما په پنځم ټولګي کې زده کړه کوله او هغه وخت زه لا تر دې ډېر کوچنی وم چې چاته بلنه ورکړم زما شعر واوري.
۲-ولي یوانسان شاعرکیږي ؟
رحمان بابا وايي:
دا متل دی چې له درده زګیروی خیژي
که نه څه وو د رحمان له شاعرۍ
په رښتیا هم چې درد او یا کولای شم ووایم چې حساس طبیعت او د څښتن له مخلوقاتو سره بې کچې مینه ددې سبب کیږي چې انسان د خدای د نظام او د مخلوقاتو او انسان رښتیني ننداره وکړي. همدا وخت دی چې انسان په کایناتو کې درد، غم، ښکلا، عاطفه، ظلم، لوږه، تنده... حس کوي او هغه الهي ورکړه چې د انسان په فطرت کې له هغه سره ملګری دی، د انسان له ژبې څخه داسې جادوګر لفظونه رازیږوي چې د ټولنې د وګړو زړونو ته لکه د وینې لاره پېدا کوي او شاعر ته یو ځانګړتیا ور په برخه کوي.
۳-یوشاعراودټولنې عادي وګړی څه فرق لري ؟
د شاعر او عادي وګړي ترمنځ توپیر دادی چې هر څوک حالات او حادثې ويني، مګر شاعر يې په ځانګړي انداز ننداره کوي. شاعر يې ايښ ته ښکته کيږي. شاعر يې وجه معلوموي. شاعر تر هر چا زيات د ښکلا په مانا او ارزښت پوهيږي. شاعر تل مين وي، مينه د هغه د ژوند او شاعرۍ مالګه وي. که څوک مين نه وي، نو هغه شاعر کېداي نشي. زما موخه دلته له مينې څخه مينه ده. د خداي سره، د خداي له ښکلا ګانو سره، له ډيوو سره، له رنګونو سره، له آينو سره، له لمر او سپوږمۍ سره، له غروب سره، له مسکا سره، له ماشوم سره، له باران سره، له وريځو سره، له انسان او انسانيت سره.
د جنګ خبر هرڅوک اوري، مګر يو شاعر يې بل ډول اوري. شاعر سترګي پټوي او د جنګ ډګر ته ننوځي. هغه د جنګ په ډګر کې يو ماشوم ويني چې له ډاره يې د مور په غېږه کې ځان پټ کړي او له وحشته يې له خولې غږ نه وځي. شاعر د جنګ په ډګر کې يوه مور ويني چې کور يې د سرتېرو په توغنديو لږېدلي او يو کلن ماشوم يې ټوټې ټوټې پروت دي او هغه ورته خپل مخ په څپېړو وښي، مګر زوي يې بېرته نه راځي. شاعر د جنګ په ډګر کې شنه باغونه ويني چې لمبې کوي.
۴-په شعرباندې بایدحساب وشي که په شاعر؟ اوپه پښتنوکې ولې شاعران دومره ډيردی .؟
زه ګمان کوم چې شاعر دی چې شعر يې زیږولی دی. که نه نو دا دنیا د انسان له پېدایښت نه میلونها کلونه وړاندې هم شتون درلود، مګر هلته هیڅکله کوم شعر په خپل سر ندی زیږدلی. لکه وړاندې مې چې یادونه وکړه چې د شعر د لیکلو لپاره احساس او درد ضروري دی. په پښتو کې د شاعرانو د زیاتوالی سبب زما په آند هم ډیر درد کیدای شي، بله دا چې زمونږ کلتور او زمونږ چاپیریال یو ډول شاعرانه دي. خپله همدا کلتوري محدودیتونه انسان دیته هڅوي چې خپل د زړه خبرې د لفظونو په بڼه تر نورنو ورسوي. نو همدا سبب کیدای شي چې په پښتو کې شاعران ډیر دي.
۵-ډیرلیکوال وایي چې دلیکوالۍ دپیل کیلي شعردی تاسې څه وایی اوپیل موله څه نه کړی ؟
نه، زه بیا ددې نظر سره موافق نه یم. ځکه چې زیات تکړه لیکوالان شته چې په ټول ژوند کې يې یو شعر هم ندی لیکلی، او ډیر شاعران هم شته چې لا لیکوالان شوي ندي. ما پیل له لیکنې نه کړېده، یعنې د مقالو له لیکنې څخه، نه د شعر.
۶-نثرته موکله مخه وکړه ؟
وړاندې تر دې چې شعر ولیکم، لومړی څه مې چې ولیکه هغه نثر وو. له نن څخه پوره دولس کاله وړاندې وو، هغه وخت چې ایله د لسو کالو وم. هغه مهال زه په څلورم ټولګي کې وم. د خپل ټولګي له لوري وټاکل شوم چې باید د لین لپاره یوه مقاله ولیکم. ما خپل لومړي مقاله په لس کلنې کې د مخدره موادو د زیانونو په اړه ولیکه . زما لومړې مقاله د ټول ښوونځي خوښ شوی وو او ګمان کوم چې هغه لومړې مقاله او د ټولنې ډیره زیاته مینه زه دیته وهڅولم چې مخ ته لاړ شم.
۷-څومره نثري لیکنې لری ؟
ما په خپله دومره لیکنې ندي کړي چې حساب پرې وکړم. بس د ګوتو په شمېر لنډې کیسې مې لیکلي. یو پولیسي ناول مې چاپ ته تیار دی. او ځني مقالې مې لیکلي دي.
۸-ژباړوته موکله مخه وکړه ؟
له نن نه پوره درې کاله وړاندې. هغه وخت چې مسافر وم. ژباړه مې په یو داسې ښار کې پیل کړه چې هلته زما په ژبه هیڅوک نه پوهېدل، مګر ما کولای شول چې د هغوي په ژبه پوه شوم. هلته ما ډیر داسې ګټور اثار ولیدل چې په پښتو کې مې بېلګه نه وه لېدلې، نو همدا لامل وو چې ژباړې مې پېل کړې.
۹-څومره ژباړې لری ؟
تر اوسه پورې مې تر سلو زیاتې لنډې کیسې، درې د ماشومانو لپاره د لنډو انځوریځو کیسو ټولګې، دوه د مینه لیکونو ټولګې او اته نور بېلابېل کتابونه ژباړلي دي.
۱۰-کوم مطلب بایددژباړې لپاره انتخاب شي ؟
زه هغه څه را ژباړم چې پوه شم زما ژبې ته يې د ژباړلو اړتیا وي. کوښښ کوم هغه څه وژباړم چې ټولنه ورځني ګټه واخلي.
۱۱-دخپلوچاپی اثاروپه اړه که راته ووایی؟
تر اوسه مې کوم اثر ندی چاپ شو. مګر ډېر زر به که د څښتن رضا وه، دوه درې اثار چې د چاپ لاندې دي، چاپ او خپلو خلکو ته يې وړاندې کړم.
۱۲-ځینې کسان ویره لري چې دنټ سره به دمجلو،اخبارونواوکتابونومینه وال کم شي اوبازاربه ونه لري دااندیښنه څومره په ځای بولی ؟
دا ویره تر ډېره برېده پرځای ده. مګر کوم خوند چې د کتاب په لوستلو کې دی او کومه زده کړه چې له کتابه کیږي، هغه له انټرنیټ څخه نه کیږي. بله دا چې نن سبا ډېری خلک له انټرنیټ څخه ګټه اخلي، دا ځکه چې له انټرنیټ څخه ګټه اخستنه د کتاب او یا مجلو د اخستلو په نسبت ارزانه او آسانه ده. یو لیکوال کولای شي چې ډېر زر او په آسانه خپلې لیکنې تر نور پورې ورسوي. مګر تلپاتې کيدونکی ارزښت د کتاب او یا دچاپ کېدونکو اثار له برېښنايي اثارو څخه زیات دی.
۱۳-پښتنولیکوالوته له بهرنۍ نړی اونړیوالوادبیاتوسره اشنایی څومره اړینه ده ؟
په دې کې شک نشته چې هره ټولنه او هره ژبه خپلې ښېګڼې لري. په هره ژبه او د هرې ژبې په ادبیاتو کې داسې نوي او شهکار شته چې په بله ژبه کې بیا نشته. نړې د انټرنیټ په مټ اوس په یو کلي بدله شوېده، نو باید د پښتو ژبې شاعران او لیکوالان ددغه کلي له ادبیاتو څخه خبر وي، ددې لپاره چې یو خو د هغوي د ژبې له ښکلاګانو ګټه واخلي او بله دا چې په آسانې سره د هغوي آندونه درک شي او اړیکي ورسره ټېنګي شي
ډیره مننه چې زموږپوښتنې موځواب کړې
ستاسې نه هم مننه