
یوه ورځ یوه ښځه حضرت علي کرم الله وجهه ته راغله اوپه سوې ساه یې ورته وویل : ماشوم مې د بام له څنډې وښویده او اوس پرناوه ناست دی ، چې ورته ووایم راشه نه راځي او که ورنږدې شم ویریږم ، چې ونه غورځیږي . ماشوم مې هوښیار نه دی ، چې زموږ په څیر وپوهیږي ، چې لویدل ځوبلیدل لري هغه ته نه شم ویلای ، چې له خطره وتښته او ماته راشه دلاس په اشاره هم نه پوهیږي او که پوهیږي هم پروا یې نه لري . دشیدو ډک تی مې هم وروښود خو هغه یې پروا ونه کړه . دخدای لپاره تاسو مرسته وکړﺉ ځکه تاسو ددې او هغې دنیا مرستندوی یاست . ژر مې چاره وکړه ، چې دزړه میوه راڅخه خطا نه شي . حضرت علي کرم الله وجهه ورته وویل : ژر بام ته بل ماشوم وخیژوه ، چې هغه بل کوچنی یې وویني نو ورته رابه شي . ځکه چې هر څوک پر خپل همجنس مین وي . ښځې همداسې وکړل ماشوم چې بل ماشوم ولیده په منډه منډه ورغی . ماشوم په څښیدو څښیدو د بام خواته راته او له لویدو څخه بچ شو . خدای پاک پیغمبران ځکه له انسانانو څخه غوره کړي ، چې خپل همجنس انسان له تیندک او پریوتو څخه وژغوري . خدای پاک انسانانو ته وویل ستاسې لارښوونکې مې ستاسې له جنسه پیداکړل تر څو لاره ورکه نه کړی . یو جنس خپل جنس ته د ورسیدو تلوسه لري . حضرت عیسی او ادریس علیهم السلام ځکه اسمان ته وختل ، چې په خلقت کې له ملایکو سره همجنس و . او هاروت او ماروت ځکه ځمکې ته راکوز شول ، چې نفس یې د انسانانو غوندې غوښتنې لرلې او کافران ځکه په غلطه روان دي ، چې سلیښت یې د شیطانانو هم جنس دی، د دوی زړونو ، عقلونواوسترګو یوازې بد زده کړي او دا بدیې د ابلیس له هغه حسادت څخه هم اخیستي ، چې په خپله ابلیس یې هم تباه کړی و .