زوی ته د زنداني ډالۍ

له څه باندې یو کال وروسته لومړی ځل و، چې خالد د پلار لیدو لپاره زندان ته راتلو. چې پلار یې ونيول شو، تر یو کاله پورې یې د ده څيره څه چې خبرې هم وانوریدلې، درې میاشتې وړاندې یې چې پلار د امنیت له توقیف ځایه پلچرخي زندان ته راوړل شو، څو ځلې په ټليفون ورسره غږیدلی و.

نو اوس یې د پلار لیدو ته سخته تلوسه وه او بل یې پلار په ټلیفون ورته ویلي وو، چې ستا لپاره مې ډېر ښایسته شی جوړ کړی دی، ده که هر څومره ورته ویلي وو، چې څه رقم شی دې راته جوړ کړی دی؟
خو پلار یې ورته ویلي وو، چې کله راغلې بیا به یې پخپله وګورې!

نو د پلار د لیدو تر څنګ یې دې شي ته هم سخته تلوسه وه. خالد د خپل نيکه سره راغلی و، دی په نوبت کې د ګڼو خلکو په مینځ کې د خپل نیکه شاته ولاړ و، ده چې خلکو ته لیدل، ډېری یې پښتانه مالومیدل، چا لونګۍ وهلې وې، چا سپینې خولې پر سر وې او چا هم خړ پکولونه... ځینو د ده په څېر قندهارۍ خولۍ هم پر سر وې، د ځان په څېر لس کلن هلکان یې هم ولیدل، چې له خپلو مشرانو سره په انتظار ولاړ وو. خالد به پر قندهارۍ خولۍ له پاسه سپين دسمال اچاوه، دا یې د مدرسې لباس و، خو اوس یې په عام لباس هم بدل شوی و، نو ځکه خو به خلکو قاري صيب باله. ده شپږ سیپاري حفظ کړی و، تر دریم صنفه یې مکتب هم ویلی و، خو وروسته مولوي صيب ورته ویلي وو، چې مکتب پریږدي، چې بیا حفظ سم نشي کولی.

دوه ساعته وشول، چې خالد او نیکه یې په دې بیرو بار کې ولاړ وو، لږ لږ به د ګڼو خلکو د کتار په منځ کې مخکې تلل، له نیکه سره یې د مڼو یوه منۍ خلته وه او له ده سره په خلته کې یوه وریته شوې چرګه او څو د نانوایۍ ډوډۍ وې، کله کله به د وریتې شوې چرګې د مسلې خوږ بوی د ده خوار زړه سره وسوریه.

نيکه یې څو ځلې مخکې هم د پلار لیدو ته راغلی و، خو پلچرخي زندان ته د دواړو د راتګ لومړی ځل و.
خالد د خپل پلار په اړه سوچ کاوه، ده خپل پلار داسې په ياد و، چې اوږده ويښتان یې درلودل، سره پرې (کندهارۍ) خولې به یې پرسروله، ډېر وخت به په کور کې نه و، وخت ناوخته به کور ته راتلو، کله کله به یې ژمی په پاکستان کې تیراوه. چې کور ته به راغی، د خالد مور به ډېره خوشاله مالومیده، چې په کور کې به نه و، مور به یې له هر لمانځه وروسته ژړل او لپه لاسونه به یې مخ ته نیولي وو.

د ده ذهن کې هغه صحنه اوس هم ژوندۍ وه او هیڅ یې نه هیریده، چې له یو لوی غړمب سره د سړک له پولچک سره يوه تیزه ځغلیدونکې رینجره په تورو لوخړو کې پټه شوه، ماشومان ویریدلي له ده سره د کورونو پر لور منډې کړې، دی چې کور ته ننوت، پر مور یې سترګې ولګیدې، چې خواشیني ښکاريده، د کور نورو غړو له کړکۍ نه سړک ته ورلیدل... څو ساعته وروسته ټول موټر او امنیتي ځواکونه له سیمې واپس شول، خو په کلي کې اوازه شوه، چې حکومتي ځواکونو څو کسان نیولي او له ځانه سره یې بوولي دي. ماښام مالومه شوه، چې په نیول شوو کسانو کې یې پلار هم دی او له ځینو کلیوالو یې اوريدلي وو، چې د ده له پلار سره یې ریموټ هم نیولی دی. شپې یې مور ژړل او بد حال یې کاوه، دی په ویاړ ورته ووایي، چې خلکو ویل په رینجره کې درې کسه پولیس سخت زخمیان شوي وو...

مور یې په ژړا کې ځواب ورکړ:
ـ هغوی به هم ښځې لري، ماشومان او مور و پلار به لري، په موږ څه حال دی، خو په دوی به هم همدا حال وي....

خالد د نیکه په غوسه ناک غږ له سوچونو راووت:
ـ ښځه یې له دې اوکمته سره ... خو څو کسان ورته ودروئ، چې زر زر تلاشي وکړي....
په خوا کې یو ځوان مخ ورته راواړوه:

ـ ماما! پولیس هم ګرم نه دي، هر کله له څو کسانو نه چرس و پوډر راباسي ...
نیکه یې له څو کسانو نه پوښتنې وکړې، چې پر بندي یې څو کاله قید ختلی دی، چا ورته شپاړس... کاله ښودل او چا هم شل... کاله، د ده په زوی چې هر څومره قید ختلی و، چا ته یې حال نه وایه، په کور کې به یې ویل چې راخلاصېږي، خو نور سخت خواشینی ښکاریدو.

له دوه دوه نیم ساعته وروسته خالد او نيکه یې له تلاشۍ خلاص شول او له بیروباره راووتل. د خالد د زړه درزا په زیاتېدو شوه، چې له یو نیم کال وروسته به له خپل پلار سره ګورم او پلار به راته هغه ښایسته شی راکوي. دوی چې د بلاک پر دروازه ورننوتل، د جال تر شا یې ګڼ بنديان ولیدل، چې د خپلو خپلوانو په انتظار ولاړ دي، د جال له دروازې چې ورننوتل، یو کس یې نیکه ته کلکه غېږه ورکړه، تر ډیره یې یو بل په غېږو کې سره نیولي وو، خالد ته دواړه له شا ښکاریدل، چې کله سره جلا شول، نيکه یې سترګې په څادر پاکوالې. خالد ژړانده سړي ته په ځیر او حیرانتیا وکتل، د پلار یې ږیره نوره هم اوږده شوې وه، خو د پخوا غوندې تورې او اوږدې څڼې یې نه درلودې، لویې څڼې یې په وړو ويښتو بدلې شوې وې، چې سپینه خولۍ یې پرې په سر وه، له پخوا نه ډېر ډنګر او عاجز ورښکاره شو، د پخوا په شان غرور یې په څیره کې نه بریښیده. ژر ورغی ټینګه غېږه یې ورکړه...

وروسته درې واړه همداسې لاس په لاس تر خپل منزل او رینګه روان شول. خالد د زندان تورو دیوالونو ته لیدل، یو نیم ليکل به یې هم لوستل: (زنده باد امارت اسلامي، عملیات خندق....) د پلار سره د هغه د اوسیدو رينګ (دهلېز) ته ورننوتل، ټولو بندیانو ګرمه ستړې مشې ورسره کوله...

له لږې ناستې وروسته د خالد زړه صبر ونه کړ او پلار ته یې وویل:
ـ تا تلیپون کې راته ویلي وو، چې شی مې درته جوړ کړی دی، هغه کوم دی؟
پلار یې یوې کوټنۍ غوندې ځای ته ننوت، چې ګڼې کڅوړې پکې راځړیدې، چې راووت، په دواړو لاسونو کې یې خورا په ویاړ هغه شی نیولی و، خالد پرې ورمنډه کړه:

ـ واه! څومره ښکلې رینجره!
پلار یې لاندې بټن ووهله په رینجره کې ګروپونه پړک و پړوک شورو کړ، بیا یې وويل:
ـ په دې مې بسته یوه نیمه میاشت خواري کړې....

خالد چې له شنو مریو جوړ موټر ته یې په خوښۍ کتل، وویل:
ـ دا خو دې هماغسې رینجره راته جوړه کړې ده، لکه زموږ د کلي له پولچک سره چې په بم والوته.

پای