غزل
ځــــــار دی شم کاروانه چې د پل په حــــــرم ايښې
زړه نا زړه دی ګام چې په طـــــرف د صنـــــم ايښې
ته یې دباغ ګل یې چې ژوندون یې پری ښایسته ده
ځکـــــــه په ګل پاڼی روڼ غـــــــــــمې د شبنم ايښی
سوځو به دی شمو محفلونو کې وځرونه
نذر چې ثواب ته دا تیاره شومه دم ایښې
کله به د جل په لاس دا تږي ارواح ورکړو
هره خوا په سترګوچې انځورد زمزم ايښې
یو مړۍ غلمینه چې په لپو خولو اخلو
لاس په یوغنم خوپه جنت کې آدم ایښې
زانګه سره زانګه شپه پخه نغمه خوږه ده
سور کې دتارونو ویده غم زير وبم ايښې
تږې خمارونه په دا تش جامونو نه ځې
غر چې نصیبونو په مزل کې د غم ایښې
زم ځمه کاروانه چې دیره کې دیارانو
سری لمبي نڅیږې د مستانو چلم ایښې
وخندوه مینه اټنونه ورته ویښ کړه
ستړو مزلونو هره لاره کې چم ایښې
بیا به په زاری د رته لمن او ږیره نیسم
ولرزوه زړونه چې په لاس دی قلم ایښې
حبيب زی
المان – 26.10.2010
د کاروان صایب د۱۳۸۹ کال د سرطان دمياشتی له يو غزل نه په ا لهام
وروستي