د بنګو بوټى

طنز
يار مې د بنګو نينې راکړې
په سره منګي زړه لـګوم چې يخ يې کړمه
يارمې د چرسوچلم بل که
د سرو نتکۍ کې به سکروټې ورته وړمه
 سليم بنګي او بيړانبي د چلم له نورو يارانو سره په ديره کې راګرد د اور لمبوته د چرسو د پخولو لپاره ناست وو.
بيړا نبي په دا سي حا ل کې چې د مزاري چرسو اوړه يې په ورغوي کې د پخولو لپاره لامده کړي وو، خټه چرس د اور دسکر وټو سر ته ونيول او چې ښه به په اور وريت او تاوده شول ، په دواړه ورغووکې به يې سره څوڅو واره ژر ژر ښه ومښل. نبي نېشې ته خمار داسې لاندې کړى و، چې لکه اور تاوده چرس به يې لکه لمدې خټې لاسونو کې مښل او په تودوخه به يې هېڅ خبر هم نه و.
د بنګي سليم دواړه سترګې د چرسو په تلي کلکې نښتې وې او داور په انبور يې نبي ته د اور سرې سکروټې اخوا دېخوا اړولې چې په دې کې يو بل چرسي په بېړا نبي داسې غږ وکړ:
_ بيړا بچو په خمار دې مړه کړو، لږ لاس ژر ژر اچوه، دا چارپېر غمونه چې د ملنګانو په بوټي لوګي نه کو په بل ډول نه ورکېږي!
_ ياره اشنا ته خو هر وخت له ځانه سره د غمونو پنډونه ګرځوې، بيا څه کيسه ده؟
_ کيسې خو ډېرې دي خو د بې روزګارۍ کيسې له هر څه نه سختې دي، ډېر کاري ځوانان نصوار په سوال غواړي، کار او روزګار نشته، تش په نامه مشران خو ټول په چور او تالان بوخت دي!
_ ياره ټول سپېره غله دي، نور خو يې هرڅه لوټ کړه، خلک يې اوس له ډاره د چرګو له کوټنۍ نه تر کوره د چرګو هګۍ هم په بډه وړي چې څوک يې ترې ونه وهي!
_ ياره د غلو کيسې پرېږدئ، چرس دې څنګه شول پاخه دي که نه؟ چې اوس دا څوک رانه و نه وهي!
_ داده بچو پاخه دي په چلم سرخانه کېږده او تازه يې که !
بيړا نبي پاخه چرس د خپلي نرۍ پزې له څوکې د بوى لپاره په خوا تيرکړل او په خوند خوند يې بډوډو ته هوا کش کړه او بيا له کېفه په ملا کوږ او د پرې يارانو ته يې د رضايت په علامه سر وښوراوه.
نبي پاخه چرس ټوټه د چلم په سرخانه کې ډک او له انګاره سرې سکروټې يې د چرسو له پاسه کېښودلې او بيا يې ډک چلم د بنګي سليم مخې ته د لګولو او سر لپاره ونيو.
بنګي سليم مخکې له دې چې چلم سر کړي د پري د يارانود لا خوشحالۍ لپاره ديوې مستانه ترانې بندونه په لوړ اواز داسې پيل کړل:
مستانه بابه قو
نه مې اس شته نه ټټو
نه په بار لکه يابو
بي عمله سر کدو
باد مې وړى دى پټو
غمه تښته رانه لري چې دې سوځمه په پو،..........
سليم ددې ترانې له ويلو وروسته خوله د چلم په دروي کېښوده او خپل غمجن زړه يې د چرسو د لوګي په دوخوړو وپړساوو ، هغه به له چلمه په داسې بيخچن دود کشاوه، چې د چلم له سر خانې به پوره يوه لوېشت لمبه پورته شوه.
ټولو يارانو په وار سره د چرسو په مست لوګي خمارونه مات کړل او په نيشه يې ځانونه لکه د ټوغکې چرګان وځنګول .بيانودتل په شان بنګي سليم مسينه کاسه په مخ واړوله او په وهلو سره يې جوخت په يو سروکي کې د زړه د بړاس د وېستلو لپاره په خواږه غږ داسې ويل:
سليم خانه چـــرسي کټ مې و باسه دالان ته
ماته خوب نه راځي کټ مې و باسه دالان ته
په غريبۍ مې ملا کږه شوه ٫٫٫٫٫٫ سليم خانه چرسي،ًًً٫٫٫٫٫٫٫ کټ مې.......
تشو لاسونو ته مې مکړه پېغورونه ٫٫٫٫٫٫ سليم خانه چرسي ٫٫٫کټ مې و باسه دالان ته
ماته خوب نه راځي،٫٫٫٫٫٫٫ کټ مې.......
د لوى اختر ورځ مې سپيره وه ٫٫٫٫٫٫٫ سليم خانه چرسي ، کټ مې.........
لا لي په تشه خندا تير ايستم مَېنه ٫٫٫٫٫٫٫٫ سليم خانه چرسي ٫٫٫٫ کټ مې و باسه دالان ته
ماته خوب نه راځي، ٫٫٫٫ کټ مې.......
ملګرو به يې ورسره د سروکي په تاوولو يو ځاى ملګرتياکوله.
سليم به خپل ياران په خپل خواږه اواز چې هرې لنډۍ به په کې د راز راز غمونو نکلونه کول خوشاله ساتل ، او کله کله به يې ورته خوږې او په زړه پورې کيسې هم ويلې.
بنګي سليم لا پاسنى سروکى پاى ته نه و رسولى چې يو بل ملګري يې پرې غږ وکړ:
_ بنګي بچو اوس يوه ښه کيسه ووايه!
ددې خبرې په اورېدو سره بنګي سليم سروکى سم دستي پرې که، تا به وې چې همدې خبرې ته په تمه ناست و نو، خپلو ملګرو ته يې په مخ را اړولو داسې وويل:
_ يارانو نن به داسې خوږه کيسه درته ووايم چې ډېره زياته به مو خوښه شي.
_ ښه ده نو پيل يې کړه، توده کې سړه مه راوله.
ددې خبرې په اورېدو سره سليم کيسه داسې پيل کړه:
_ و، نه و، يو باچا و، عادل مست دمولاو ، مخلوک ترېنه رضا و، چې شاه و، که ګدا و د هر ړانده امسا و ، تخت و بخت يې په سلا و، و، نه و، يو باچا و،...
په ټول هېواد يې عدالت خور او سوله ټينګه وه.کار د کاريګرو او عدالت د ښو قاضيانو په لاس کې و، چا د چا حق نه شو خوړلى او امنيت خو لاتر دې سرحده و چې چا په توره شپه کې دچا له باغه يوه مڼه هم نه شوه شکولاي .
د عدالت چغه يې هره خوا خوره وه اونوم يې لر وبر په ژبه و ، هر چا دغه نومېالي پاچا په نوم او نصب لکه نژدې همزولى ښه پېژانده.
ټولو چرسيانو د بنګي سليم کيسې ته په ډېره مينه او پام غوږ نيولى و او دکيسې په هر بند کې به يې ښه ښه ويلې او د پاتې کيسې پوښتنه به يې کوله.
_ ښه بيا څنګه شو ؟
_ خو له بده مرغه کبر ليونى که ،په ځان د مغرورۍ له امله ورځ په ورځ له خلکو لرې او ځان ته به يواځې پاتې کېده ، ناکاره وزيرانو يې چې يوازې دخپل ځان او خپل جب په غمه کې وو د پاچا او خلکو تر منځ واټن لا پسې ډېراوه.
وايي کله چې زور زياتې په ملک کې ډير شي نو د خداى قهر هم راښکته شي او د يو افت په ډول په خلکو را ښکاره شي .
_ ښه بيا
_ نارواکارونه ډيرشول ،ظلمونو زور واخيست او خوار غريب تر پښو لاندې شول. هر چا سره د سر و ما ل سودا شوه.
دي سره سم په ښارکې داسې اوازي خپرې شوې، چې دبرکلي په ختيزو غرونو کې يو داسې ښامار پيدا شوي چې په خوله او خېټه کې د لالونو خزانې ګرځوي، د تندې په وخت کې يې له خولې داسې لمبې راووځي، چې کلي سوځي؛ خو کله چې د اوبو څکلو لپاره په کوم ډنډ يا چينه کې اوبه وڅکي نو پس له هغه هر سړى چې د کلي له ډنډه او يا چينې نه اوبه وڅکي داسې لېونى شي، چې له خولې يې سپين ځګونه راځي.
نژدې يو لوي ښار په مرض اخته او نور کلي يو په بل پسې پرې ورځ په ورځ اخته کېږي . داسې ښکاريدل چې دا مرض ساري هم و ځکه چې په ډېرې چټکۍ يې پراختيا وموندله.
_ ښه بيا څه وشول ؟
_ د ښار له ډېرو خلکو ځګن لېوني جوړ شول. پاچا او دهغه ملګرو له ځانونو د اوسپنو ديوالونه تاو کړل او د خلکو له نارو نه يې خپل غوږونه کاڼه ساتل. د خلکو نارې سورې چا نه اورېدې ځکه چې خپله يې کله داسې رنځونه نه وو ليدلي او د لېونو په دردونو نه پوهېدل.
د خلکو نارې ان تر دې ورسېدې، چې ټولو په يوه خوله د بل نوي پاچا غوښتنه کوله، چې د پخواني پاچا ځاى ونيسي.
_ ځګن لېوني تر دې حده راورسېدل، چې د ارګ شاوخوا يې هم ونيوله. ټولو په يوه خوله دا وپتېيله چې يو بل څوک پاچاهۍ ته وټاکي.
لېونو خپل منځ کې پاچاهي ته نوي نفر لټاوه، خلک ټول ناراضه وو او د دربار له ظلم او ناروا نه په تنګ راغلي وو، په ښار او بازار کې ټولو چغي وهلي چې بدلون غواړو ، مونږ لکه ځان يو ليوني پا چا غواړو چې د مونږ په درد او ژبه پوه شي ، اوداسې نور.
_ ياره سليمه بچو همداسې يو ليوني باچا خو دمونږ هم اوس په کار دى که خداى يې راکي، ښه بيا!
_ تقدير ته ګوره چې مرض د ارګ په دروازو هم ورننوت پاچا او وزيران هم لکه نور خلک په مرض اخته شول.
_ ښه بيا څه وشول!
_ پا چا کونډي او تاج له سره وغورځول او لکه مست لېونى مخکې نور ورپسې د پاچاهۍ له تخته را کوز اونارې يې وهلې، بدلون غواړو، نوى مست لېونى باچا چې زموږ په دردونو پوه وي.
_ ښه سليمه بيا څه وشول؟
_ پا چا مخکې نور ورپسې له دننه يې د ارګ دروازه ماته کړه او د نورو ليونو منځ ته په شور او ځوږ ورننووت. د خلکو شور او خوشحالۍ زور واخيست او ټولو په يوه سا چېغي وهلي ، نوي پاچا غواړو داسې پاچا چې زمونږ په درد اخته او ښه مست لېونى وي.
د نوي پاچا د غوراوي لپاره جرګې پيل شوې، ټولو سره دا وېره وه، چې دا ځل بيا په ټاکنه کې خطا ونکړي او داسې څوک د باچاهۍ لپاره وټاکې چې د هغوى له منځه وي ، چا يو او چا بل څوک د پاچاهۍ لپاره ونوماوه؛ خو د ټولو به پرې له ډاره د منلو سلا نه راتله، پخواني پاچا د نورو خوا ته څيرې ګرېوان ولاړ و، چې نا ببره يې له خوا نه يو سپين ږيري ليوني د نوي وړاندېز لپاره لاس پورته که .
_ ښه بيا !
_ سپين ږيري پس له هغه چې د ممبر سر ته لاړ، غاړه يې تازه کړه اوپه لوړ اواز يې ټولو ته وويل:
- مونږ داسې څوک غواړو چې دمونږله منځه او دمونږ په درد اخته وي، تر ټولو ښه کانديد دمونږ له منځه داسې يو مست لېونى درپېژنم چې ګرېوان يې هم تر لمنې څيرې دى، د پاچاهۍ تجربه هم لري.
سپين ږيري لا خپله خبر تر پايه نه وه خلاصه کړي چې په يوغږ د راټولولو خلکو د رضايت چيغه پورته شوه، خوشحالۍ پيل شوې او ټولو په يو اواز پخواني پاچا بيا د پاچا په څېر وټاکه.
_ څه دې ويل؟ دا خو بيا زړه په زړه شوه ، ښه بيا څه وشول!
_ نه زړه په زړه نه ده، ځکه چې خلکو داسې څوک وټاکه، چې د هغوى له منځه او دهغوى په درد اخته کس دى ، پاچا د څووزيرانو په ځاى چې لا تر اوسه سم د خلکو په درد اخته نه و د خلکو له منځه څومست ليوني وټاکل او له هغوى سره يو ځاى په داسې حا ل کې چې ټول ورسره وو، بيرته په ارګ ورننوت او بيا د پاچاهۍ پر تخت کېناست، د ارګ له دروازو نه پيرې او عسکري پلټنې لرې شوې او ټولو ته امر وشو چې د ښامار وژلو ته لاړې شي. هغه سپين ږيري چې د پا چا بيا نومونه يې کړې وه پاچا ته د مبارکي لپاره رامخکې شو او پس له هغه چې پاچا ته يې مبارکي ويله زياته کړه:
خداى دې مل شه،
لېونى ولس يو لېوني پاچا ته اړتيا لري !