له عیسی علیه السلام څخه وپوښتل شوو ، چې د انسان په وجود کې ترټولو سخت څه دی ؟

یو هوښیار سړي له حضرت عیسی علیه السلام څخه وپوښتل زموږ په ټوله هستۍ کې ترټولو سخت شی څه دی ؟ ویې ویل : ترټولو سخت دخدای قهر دی ، چې له هغه څخه دوزخ هم په لړزان دی پوښتونکي وپوښتل له دې سخت عذاب څخه دخلاصون لار څه ده ؟ حضرت عیسی علیه السلام ځواب ورکړ دخلاصون لار داده ،چې خپل خشم او قهر په مناسب وخت کې هیر کړو، زموږ د ژوند په یوه برخه کې ، چې قهر پر موږ غالب شي بې له دې ، چې بیرته رحمت ته راوګرځوو او قهر هیر کړو بله لار نشته . قهر داسې څه دی ، چې په دنیا کې حتما وي . او هر انسان کله نا کله په قهریږي خو دا دمیتازو په څیر بدشی دی ، چې زموږ نه خوښیږي خو هرو مرو په ټولو کې شته او هیڅوک یې دښه والي صفت نه کوي .