
زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د ۲۰۰۱ زيږديز کال راهيسې تر دې مهاله تر پنځوسو زيات بهرني هېوادونه پوځي سياسي او اقتصادي حضور لري او يو شمېر زيات دولتونه په فعاله توګه د بشري مرستو تر نامه لاندې او نورو غير فوځي برخو کې په کار او فعاليت لګيا دي چې په پايله کې زموږ هېواد د نړۍ د رنګا رنګ او بېلا بېلو دولتونو او جوړښتونو د ملي او ګروپي ګټو د ټکر په غوره ميدان اوښتی او د نړۍ دا جغرافيوي ټوټه د مختلفو کلتورونو، اديديالوژيو او ارزښتونو د سيالۍ او کشمکش په ميدان بدله شوې ده.
که له يوې خوا زموږ هېواد د نړيوالې ټولنې او مختلفو بهرنيو هېوادونو د ګټو او سياستونو تر اغېز لاندې راغلی دی له بلې خوا په افغانستان کې د يوه او يا بل هېواد، سازمان او ډلې چلند، ستراتيژي او روشونه بيا متقابلاً د نړۍ په نورو برخو کې د دولتونو او سازمانونو د اړيکو په ټاکلو، برياوو او ماتو کې يو له غوره فکتورونو څخه شمېرل کېږي. د داسې ځواکمن نړيوال حضور او ځواکمنو هېوادونو او سازمانونو د شتون او د هغوی د ملي او ګروپي ګټو تر منځ د پيچيلي سيالۍ په ډګر کې د افغانستان د ملی ګټو له نظره لويدل او د افغانانو د حقونو تر پښو لاندې کېدو امکانات ډاګيزه کړي دي. يوازې ځواکمن، قانوني، مسلکي او د ولس له ملاتړه برخمن افغان دولت او غښتلی سياسی سازمان او تشکل کولی شي د خپل هېواد او افغان ولس ملي ګټې تشخيص د هغو د ساتلو لپاره علمي او عملي روشونه او طرحې وکاروي.
د ډېرې خواشنۍ ځای دی چې نن افغان ولس له داسې ځواکمن، مشروع او د ولس له ملاتړه برخمن دولت او يا اپوزسيوني اغېزمن سياسي جوړښت څخه بې برخې دی چې د ملت د اکثريت په ملاتړ زموږ ملي ګټې تعريف کړي او د ولس د پراخو پرګنو ملاتړ د ځان سره ولري.
د معقول – پرمختللي او سوله ييز منطق پرمټ يې د بهرنيو هېوادونو او سازمانونو سره طرحه او د ډليز، منځنۍ او اوږد مهاله مودې د سنجول شوي ستراتيژۍ له مخې يې په پرله پسې او دوامداره توګه ننګه او ملاتړ وکړل شي. زموږ په هېواد کې د سياسي ګوندونو، ټولنيزو سازمانونو، قومي شوراګانو او مدني ټولنو شمېر زيات دی، خو د ملي ګټو په اړه د هغو فعاليتونو ترمنځ د عمل د يووالي او کړو وړو د همغږۍ نشتوالی د هغوی د کار او فعاليت کچه را ټيټه کړې ده. وخت او زمان په پيړنۍ توګه مخ په تيرېدو دی او په هېواد کې ملي، سياسي، پوځي او ټولنيزې پېښې د يوې ورځې نه بلې ته د چټک او بيړني بدلون پر لور روانې دي.
هېواد همدا اوس ولسي جرګې ته د ټاکنو په درشل کې دی نوموړي شرايط زموږ د هېواد ټول وطنپال، مترقي او ولسواک ځواکونه دې ته اړباسي چې په ټولټاکنو کې د ډېر دقت څخه کار واخلي ترڅو د دې جګړه ځپلي هېواد لپاره د هر اړخيزه بدلون لپاره غوره کانديدان ومومي او هغوی د برياليتوب تر پولو ورورسوي. او په ټاکنو کې د سمتي، تنظيمي، قبيلوي، توکميزو، مذهبي او سليقوي روشونو څخه د رايې اچونې پرمهال په کلک ډډه وکړي.
دا دی اوس په هېواد کې ولسي جرګې ته په ملي کچه تياری نيول شوی او ټاکنې به ټيک د ۱۳۹۷ تلې په اته ويشتمه نېټه تر سره شي.
که څه هم تر دې مهاله په هېواد کې د اوږدو جنګ جګړو او ناامنيو لړۍ پای ته نه ده رسېدلې وضع خورا پيچلې او حالات ترينګلي ښکاري او د ټاکنو په پروسه يې سيوری غوړولی او دا پروسه يې له چاليشونو سره مخامخ کړې ده، خو د امنيت په اړه امنيتي ځواکونو خلکو ته په هېواد کې د رايې اچونې پر مهال د امنيت ډاډ ورکوي خو دا چې دا ډاډ به افغانانو ته څومره د منلو وړ وي وخت به يې په ډاکه کړي.
د يادو ستونزو سره سره افغانان به په دې ملي، سياسي او ډيموکراتيکه پروسه کې په ليوالتيا سره ګډون وکړي او خپله رايه به د خپلې خوښې وړ کانديد ته ورکړي.
تر دې مهاله په خوست ولايت پنځه پنځوس کسان په ټاکنو کې راوړاندې شوي او خپل پيغامونه او کړندلارې د ډله ييزو رسنيو، غونډو او مناظرو په جوړولو سره د خلکو تر غوږونو ورسوي، چې که وکولی شي د خلکو باور راجلب او خپل ملي امانت پرې ولوروي او رايې ورخپلې کړي.
په ټاکنو کې ځوانانو، ښځو، جهاديانو، ديني علماوو، ځينې قومي مشرانو او يو شمېر د بهرنيو هېوادونو د استخباراتي کړيو سره تړلو کسانو ټاکنيزو سياليو ته ملا تړلې ده، هر يو د خپل برياليتوب لپاره په ټاکنيزه مبارزه کې په سخته سيالۍ بخت دي، دا چې تر ټاکنو وروسته به دا د بخت مرغه د کومو پنځو نوماندانو پر سر کېني وخت به يې په ډاکه کړي او په ټاکنو کې پاتې نوماندان به بېرته خپلو کورونو ته ورګرځي.
د ټاکنو په ترسره کېدو افغانان په هېواد کې د سياسي، اقتصادي او ټولنيزو ژورو کيفي بدلونونو غوښتونکي دي او په دې عقيده دي چې د ژورو کيفي اقتصادي، سياسي او ټولنيزو بدلونونو په موخه د مليونونو انسانانو د ګډون په پايله کې اوسني ناوړه حالت ته بدلون ورکړي.
څرنګه چې پرمختګ، ټولنيز عدالت او عامه هوساينې ته رسېدل د يوه اوږدمهاله تاريخي بهير په اوږدو کې پلي کېدونکی دی نو پر همدې بنسټ د هېواد سياسي، اقتصادي او ټولنيزې ودې او پرمختيا او د ملي فرهنګ د زرغونتيا د پروسې سرته رسونه د افغانانو د اګاهنانه او دواطلبانه ګډون او د هغې د پړاويز او سوله ييز خصلت پلوي کوي.
ټاکنې په هېواد کې د ملي يووالي د ټينګښت او د هېواد په چارو کې د ملی مشارکت په لور مهم ګام ارزول کېږي او د خپل ذاتي خصلت له مخې يوه ولسواکه عمليه ده چې د همدې سټې په پام کې نيولو سره نه شو کولی هغه په ساده ګۍ له نظره وغورځوو، او يا هم د سياسي لوبو په دود هغه تحريم او يا د سياسي معاملو له مخې ورسره چال چلند وکړو، دا راز ټاکنې په يوازې توګه د ولسواکۍ انځور نه بلکې هغه د ولسواکۍ او ټولنيز عدالت او د هغې د نهادي کولو يو پراخ او اوږدمهاله بهير دی چې د هغې پر ګټو او ارزښتونو ګڼ شمېر فکټورونه له دې جملې څخه د ټولنې سياسي، اقتصادي او ټولنيزې ربړې، ناامني، مذهبي فکتورونه، په ټولنې واکمن وروسته پاتې مناسبات، د سياسي شعور او د سواد ټيټه کچه، د ټاکنو د ارزښت په اړه د خلکو بې خبري او نه پوهاوی، د رايې پر ځای نه کارول او يو شمېر نورې ستونزې خپل رول او اغېز پرې باسي، نو پر همدې بنسټ په ټاکنيز بهير کې ګډون کول يو سنجول شوی هدفمند عمل دی، خو موږ بايد په بيړنۍ توګه په اوسنيو حالاتو کې د ټاکنو د مثبتو پايلو څخه د چټکو او بنسټيزو بدلونونو د تعميل په موخه د يوې معجزې په توګه ور څخه هيله ونه لرو، خو ټاکنې په هېواد کې د سياسي ټيکاو د رامنځته کېدو او د واک پر سر مخالفتونو او لانجو د راټيټېدو پر لور يو پيلېدونکی خوځښت دی.
موږ د ټاکنو د پروسې د بشپړونې او تر سره کېدو په لار کې د ټولو سياسي ګوندونو مدني ټولنو، مذهبې ډلو او د هېواد د مختلفو سيمو، ښځو او ناريناوو په ګډون د ټولو اوسېدونکوو بې تعصبه برخه اخيستنه، د سراسري، پټو، مستقيمو، ازادو، عادلانه، ډيموکراتيکو، قانوني او شفافو ټاکنو ترسره کول د مهمو لومړنيو ټاکونکو ګامونو په توګه ارزوو.
ټاکنې او د ټاکنو څخه ترلاسه کېدونکي پايلې د شفافې او سالمې ادارې د رامنځته کېدو، د قانون حاکميت او واکمنۍ، د ټولنيز عدالت د تامين، د دندې څخه د ناوړه ګټې اخيستنې د مخنيوي د پرمختګ او سوکالۍ لپاره کارول کېږي.
د شفافو، قانوني او عادلانه ټاکنو په ترسره کېدو د بډو، اختلاس، انفلانسيون، د هېواد د سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي اړخونو د رغونې، د استبداد او زور زياتي د مخنيوي او له منځه وړلو، د ډيموکراتيکو ارزښتونو پرمختيا او پراختيا ته د ودې ورکولو، د هېواد د خپلواکۍ، ملي واکمنۍ د ټينګښت او د هېواد د نورو ستونزو او ناخوالو د ايسته کېدو په لار کې د ټاکونکي ارزښت درلودونکي دي، نو ځکه د ستونزو په له منځه وړلو کې د افغانانو پراخ ګډون د دغه بهير نه بېلېدونکي برخې دي.
افغانان د تاريخ په اوږدو کې د قدرت د نيولو او ساتلو پر سر د جنګ جګړو ميدان پاتې شوی، ډېرې ککرۍ په همدې موخه له خارو سره خاورې شوي، د هېواد خپلواکي او د خاورې بشپړتيا د ګواښ لاندې راغلي، دلته هر څه تالا ترغه شوې او هېواد په ملي ناورين کې ډوب پاتې شوی دی، کله چې يو څوک په زور راغلی بيا په زور له واکه ايسته شوی دی، که څه هم تر دې مهاله په هيواد کې جګړه ييز او استبدادي تفکر له منځه نه دی تللی او د زور له لارې د قدرت د تصاحب فکرونه او سوچونه به د ډېرو جنګسالارانو او قدرت غوښتونکو په سر کې راګرځي او د قدرت پر ګدۍ د کېناستو خوبونه به ويني، خو وخت او زمان دا وښودله چې د برچې د زور له لارې تر سره شوی واک په زور نه ساتل کېږي او ولسونو په رايه تر لاسه شوی واک په زور له منځه نه ځي.
د زور او استبداد خاوندان بايد په دې پوهېدلي وي چې د سياسي واک د تر لاسه کېدو لار يوازې او يوازې د ټاکنو تر سره کېدل دي او بل بديل نه لري.