
يوسف انتظار
له کله نه، چې د افغان حکومت او امريکا متحده ايالتونو ترمنځ د سترايتژيک امنيتي تړون په اړه د خبرو لړۍ پيل شوې ده ورسره جوخت د دواړو لوريو ترمنځ د ياد پلان د مواداتو پر سر ناندريو او چانه بازيو هم زور اخيستى دى.
د چارو ديو شمېر کتونکي په باور ددې نادريو درامنځته کېدو لامل دا دى ،چې د امريکا متحده ايالتونه غواړي د ځان او پاکستان لپاره يو شمېر ستراتيژيکې غوښتنې له دې جملې په افغانستان کې د ٢٠١٤ زيږديز کال وروسته د خپلو پاتې کېدونکو سرتيرو او پوځيانو لپاره د قانوني او قضايي مصؤنيت د درلودلو ، په ځانګړو شرايطو کې په ازاده او مستقلا نه توګه د خاصو پوځي عملياتو په لاره اچول، د امريکا په غوښتنه په افغانستان کې د مېشتو امريکايي پوځيانو د شتون ځنډيدل، په سيمه کې د امريکا د ګټو پر خلاف دګواښونو رامنځته کېدو په صورت کې امريکا دپرانيستي لاس درلودل شامل دي.
بلخوا دامريکا متحده ايالاتونه ،چې دخپلو ستراتيژيکو پلانونو دعملي کېدو په موخه د پاکستان همکارۍ ته زياته اړتيا لري نو مجبوره ده ، چې په سيمه کې دخپلو ټاکل شويو اوږد مهال هدفونو دپلي کېدو په موخه دپاکستان سره دافغانستان پر سر هرډول معاملې ته غاړه کيږدي نو دامريکا متحده ايالاتونو پرافغان حکومت زور راوړلی ترڅو پاکستان ته د ډيورنډ کرښې د ورپرېښودو، د افغان کشالې په حل کې پاکستان ته د زيات رول د ورکولو، د ډيورنډ کرښې پر پوله په پرتو ولايتونو کې دطالبانو د حکومتي واک د لرلو ، د افغانستان په مرکزي حکومت کې د زياتې ونډې د درلودلو او په افغانستان کې د هند د زياتېدونکي رول د راکمولو او يو شمېر نورو غوښتنومنلو ته غاړه کيږدي .
د ا په داسې حال کې ده ، چې په دې وروستيو کې د يو شمېر هېوادونو استخباراتي کړيو هم د يادو غوښتنو ځينې جزيات په ډاګه کړي او د مطبوعاتو ډګر ته يې رايستلي او ويلي يې دي ،چې ډېر وړاندې د امريکا ولسمشر بارک اوباما او ديو شمېر نورو لويديزو هېوادونو مشرانو پر ولسمشر کرزي فشار راوړى، ترڅو دخپل دولتي واک څخه په ګتې اخيستنې پاکستان ته د ډيورنډ کرښې د ورپرېښودو او يو لړ نورو غوښتنو ته لاره هواره کړي .
امريکا يادې غوښتنې په داسې حال کې کوي ،چې ولسمشر کرزى او افغان دولت د ګنو سياسي ، پوځي ، اقتصادي ، امنيتي او ټولنيزو ستونزو او ننګونو سره لاس په ګرېوان دى نو امريکا غواړي ،چې ولسمشر کرزى د ورپښو چالشونو او مجبوريتونو له امله د خوږ ګوتې ونيسي او پر واشنګټن لازياتې ملتيا ته يې اړ کړي ، ترڅو د خپلو او پاکستان ستراتيژيکو غوښتنو ته لاره پرانيزي .
خو ولسمشر کرزي نه داچې دا ډول فشارته غاړه نه ده ايښي بلکې هغه يې د افغانستان دلوړو ګټو ، ځمکنۍ بشپړتيا ، او ملي حاکميت پر خلاف بللي او ويلي يې دي ،چې افغان حکومت به کله هم داسې امنيتي تړون لاسليک کولو ته غاړه کښېنږدي، چې له امله يې په افغانستان کې د نورو ګاونډيوهېوادونو شرطونو او فرمايشونو ته لاره پرانېزي او سيمه د لا بحران اوبې ثباتۍ پر لور بوځي. ولسمشر کرزى د امريکام څخه هېواد ته دراستنېدو وروسته په يوه خبري کنفرانس کې ،چې په ارک ماڼۍ کې جوړ شوى وو ديوه ژورنالېست ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې دامريکا دغوښتنو په اړه به دده وروستۍ پرېکړه څه وي، وويل زه دلته دا کار توکل په خداى سره نشم کولای بلکې زه به ددې کار د ترسره کېدو لپاره لويه جرگه راوغواړم، چې په اړه يې تصميم ونيسي.
اوس پوښتنه داده ،چې که د امريکا متحده ايالاتونه نن د افغانستان سره د ستراتيژيک تړون په لاسليک کولو سره د پاکستان غوښتنې او فرمايشونه په پام کې نيسي نو دکومو ګټو پر بنسټ ؟ ولې يې هغه مهال د پاکستان غوښتنو ته ځواب ونه وايه ،چې پاکستان په ډاګه داويل ترڅو طالبان د بن د لومړي کنفرانس په غونډه کې د ګډون اجازه تر لاسه نه کړي او دافغانستان په راتلونکي حکومت کې ونډه ونه لري د پاکستان انديښنې به پر خپل ځاى پاتې وي ، بلخوا پر افغانستان باندې د نړيوال ايتلاف د يرغل په پايله کې رامنځته شوى ناورين، چې له امله يې په لس ګونه زره انسانانو ته مرګ ژوبله ورواړوله او پخپله يې هم د زياتو ځاني او مالي زيانونو پيټی په خپلو اوږو واخيست مسؤليت يې د چا پر غاړه کېداى شي؟ ايا دوى يې له مسؤليته اوږه خالي کولاى شي؟ دوى يې نړيوالو ته په اړه کوم دليل او منطق وړاندې کولى شي؟ ديوه ترهګر او تروريست د له منځه وړلو پر سر د سلګونو انسانانو وژنې ته څوک کومه پوزه جوړولى شي؟ ولې يې له وړاندې ددې حالت درامنځ ته کېدو وړاندوينه نه کوله؟دا له هېچا پټه نه ده او هرڅوک ښه پوهيږي ،چې دا لوبه له اوله بيا تر ننه دامريکا او پاکستان ګډه لوبه ګڼل کېږي نه نور څه؟ بله پوښتنه ،چې راپورته کېږي داده ،چې نو ديوې ډرامې لپاره دکوم وجدان او انسانيت پر پرېکړه د لسګونو زرو انسانانو وژونه مطرح شوې وه دې پوښتنې ته په ځواب کې بايد ووايو،چې دامريکا متحده ايالتونه په افغانستان او سميه کې بې اغېزې ستراتيژي اوناکامه پاليسي پرمخ بيايي نو ځکه ناوړه پايلې يې هم تر دې مهاله هرې خواته ترستر ګوکېږي.
دامريکا متحد ايالتونه او يو شمېر لويديز انډيوالان يې تر اوسه پخپلو کې د افغان کشالې دحل پر وړاندې نه کومه ځانګړي ستراتيژي او کړنلاره لري او نه هم واحد دريځ،که امريکا د افغان دولت څخه سلا مشوره غواړي او په سيمه کې سولې او ټيکاو راوستو ته ژمن وي نو امريکا بايد د ستراتيژيک امنيتي تړون په لاسليک کولو دخپلو او پاکستان غير مشروع غوښتنو لاس پر سر شي او نور وخت په دا ډول خبرو ضايع نه کړي.
پاکستان دې هم ددې هڅه نه کوي، چې په افغانستان کې حالات د بې ثباتۍ لورته راوکاږي ځکه دا کار د پاکستان په ګټه هم نه دى.
افغانان نه جګړه ماران دي او نه يې د چا ژوند ګواښلى دى بلکې دا يوشمېر لوديځ وال او سيمه وال دي ، چې درې نيمې لسيزې کېږي له افغانانو يې د ژوند حق اخيستى او ورته په سپکه سترګه يې کتلي دي ، اوس که امريکا دسيمې څخه د خپلو پښو په سپکولو سره د افغانستان جغرافيه دخپلو او پاکستان دستراتيژيکو غوښتنو لپاره قرباني کول غواړي، نو دا په حقيقت کې د زاړه غوايي په څير په خوب کې د کونجاړې خوړل دي.
نوښه به دا وي، چې امريکا د سيمې څخه د وتو د مخه حقايقو ته په پام سره دسيمې سياسي فضاء درک کړي د سيمې هېوادونو اندېښنې ، چې په سيمه کې د دوى دشتون له امله رامنځته شوي دي اندېښنو ته يې مقانع ځواب وايي وروسته به بيا له سيمې د پښو سپکولو زمينه ورته برابره شي.
د امريکا او پاکستان په ستراتيژيکو غوښتنو سره امريکا په سيمه کې سوله او ټيکاو نه شي رامنځته کولاى بلکې سيمه د نړيوال بحران او کړکېچ پر لور بيايي.
افغانان دا نشي منلى، چې هېواد يې د امريکا او پاکستان په ستراتيژيکوغوښتنو سره د جګړې تل پاتې ډگر وي.
دنړۍ يوشمېر هېوادونو د افغانستان لاس اوپښې تړلي او پر داسې پاڼ يې درولى دى ،چې له امله يې ګاونډي هېوادونه چې د اتومي وسلې د درلودلو نېشه يې په سر کې ده په خوب کې د اوښ په څير شنه کټي او چولې خوري او په دغو تودو سياسي غوښتنو کې افغانستان يوازې يوه ته سپارل او دنورو پر غوښتنو سترګې پټول لکه څنګه چې د مخه ورته اشاره وشوه سيمه د نړيوال بحران او کړکېچ پر لو بيول دي نه نورڅه ! او که د يادو هېوادونو غوښتنې او فرمايشونه په کې منل کېږي نو څرګنده خبره ده ،چې د دغو څو قصابانو ترمنځ به هرومرو داغوا مرداريږي د دې لامل دادى ،چې د يادو هېوادونو غوښتنې ديوه او بل سره په ټګر کې دي ،چې ښه بيلګه يې په افغانستان کې د هند او پاکستان غير مستقيمه جګړه ده .
دلته په سيمه کې د مېشتو هېوادونو متضادې غوښتنې په يوه پلاټفوم راټولول دسيمې د هېوادونو سياسي پاليسو ته په کتو سره ناشونې خبره ده ددې پرځاى به ښه داوي،چې د افغانانو غوښتنې پر دوى ومنل شي ترڅو له يوې خوا دافغانستان ملي حاکميت، د خاورې بشپړتيا، او ملي ګټې خوندي شي او بل خوادسولې سيمه ييز اونړيوال تضمين ته لاره هواره شي ، او که د امريکا متحده ايالتونه په خپلو ړندو پاليسو ، غير عملي او نامعقولو تګلارو ټينګار کوي نو دوى بايد په دې وپوهيږي، چې د دوى غوره کړې لار د ناکامۍ کندې ته دورلويدو پر لور روانه ده، نو که په سيمه کې د دوى د وتو سره امنيتي حالات ترينګلي شي دوى يې د مسؤليت څخه اوږه نه شي خالي کولى او دا د دوى مسؤليت دى، چې په سيمه کې د امنيت تضمين ورکړي که امريکا پر خپلو غوښتنو بيا بيا تينګار کوي نو ګرانه به وي،چې افغانان دې خپلې ملي ګټې د دوى د غوښتنو لپاره تر پښو لاندې کړي، خو که افغان سياست وال دامريکا سره د امنيتي تړون په ترسره کېدو کې دسياسي ځيرکتيا او هوشيارۍ څخه پرځای کار وانخلي ددې ويره شته ،چې افغان دولت دسخت او درانه سياسي زيان او دهېواد ځمکنۍ بشپړتيا د ګواښ سره مخ شي.