په ملګرو ملتونو کې د امريکا پخوانۍ سفېره (هندوستاني الاصله) نيکي هيلي وپېژنئ

په ملګرو ملتونو کې د امريکا پخوانۍ سفېره (هندوستاني الاصله) نيکي هيلي وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
زوکړه او کورنی ژوند:
نيکي هيلي په په ۱۹۷۲ز کال د جنورۍ مياشتې په شلمه نېټه د امريکا په سويلي کارولېنا ايات کې زېږدلې ده. د نوموړي پلار او مور د هندوستان وو او په مذهبي ډول د هند سېکان وو. د نيکي هيلي پلار (اجېټ سېنګ رانډوا) او مور يې (راج کور رانډوا) نومېده. د نيکي هيلي پلار (اجېټ سېنګ رانډوا) د هندوستان په پنجاب پوهنتون کې استاد وو او مور يې (راج کور رانډوا) د حقوقو په برخه کې د نوي ډيلي له پوهنتون څخه ليسانس اخېستی وو.

د نيکي هيلي پلار او مور پلار له هندوستان څخه کاناډا ته لاړ او هلته د يو وخت له تېرېدو وروسته د امريکا کارولېنا ته کډه شول. په ۱۹۶۰ کې د نوموړي پلار کارولېنا کې د دوکتورا سند تر لاسه کړ او په پوهنتون کې استاد شو. نيکي هيلي دوه وړونه او يوه خور درلودله، چې د امريکا په حکومت کې يې مختلفې دندې تر سره کړې وې.

نوموړې په ۱۹۶۹ز کال کې له ميکائيل هيلي سره واده وکړ او اوس دوه ماشومان لري.

زده کړې:
د وېکېپېډيا د مالوماتو په اساس نيکي هيلي د امريکا په Clemson پوهنتونو کې د حسابدارۍ په برخه کې د ليسانس تر کچې زده کړې دي.

دندې:
- له ۱۹۹۸ څخه بيا تر ۲۰۰۴ز کالونو په موده کې نيکي هيلي د ښځو د سوداګرۍ او يو شمېر خصوصی شرکتونو کې دندې تر سره کړي دي.

- په ۲۰۰۴ز کال کې نوموړې د سويلي کارولېنا د جرګې ټاکن ته نوماند شوه او ويې کولی شول چې دغه ټاکنې وګټي. دا لومړی ځل وو، چې يوه هندوستاني الاصله امريکايي په سويلي کارولېنا د ايالتي پارلمان غړې شوه.

- په ۲۰۱۰ز کال کې نوموړې د سويلي کارولېنا د ګورنر ټاکنو ته نومانده شوه. نوموړې وکولی شول چې په سويلي کارولېنا ايالت کې د والۍ په توګه دنده خپله کړي.

- نوموړې د دويم ځل لپاره بيا هم د ټاکنو له لارې وکولی شول، چې سويلي کارولېنا