
داغـــلامـــان پتــــــنــګان څـــــه پيـــژنــــی
تل دترخـو په ځائـــــی خـــــواژه پــــيژنـــی
راســي ياغـــی تــــرانــــی کــــړوزم زمــــه
تل پتــــنګان دار ته خـــــاتــــه پيــژنـــــی
دازادی نغــــمــی کــــی مســــتی قــــربان
ټټــرپـــه ســـرووينـــــو لنـــده پـــيژ نــــی
په ډاګــــه کــړ ودنامــــو ننــګ خبــــــری
دابـــــــی ننــګان کلـــه تـــرخــــه پــيژنـــی
دپشــــتون ســــرهيـــڅ ټيــټدلی نســــی
که چيری ټيټ سنـــــګساريـده پيژنـــی
په وطـــن ســــــــــرورکـــول کاردزمــــرو
شهيـــدشهـــيد لالــئ نورنه پيـــــژنـــی
که می غوڅ غوځ جانان جانان به وايم
تل ســـربازان په وينــــوســــره پيــــژنی
لمــــبه لمـــبه يمــــ دجـــانان لـــــه غمـــه
دپشــتون زوئی دننګ کاتــــه پيـــــژنی
ټپـــه ټپـــه کړی داســـرمســـت ليــونــی
پشـــتونســـتان تل پشـــتانه پيـــــژنـــی
الکــــوزی که ســــــر پـــــــه دارمحـــبوبـا
دا افتـــــخــار کلــــــه وړانده پـــــيژ نــــی