
یوه ورځ شیخ جنید بغدادي د چکر په نیت د بغداد له ښار څخه بهر شو او مریدان یې ورپسې ورغلل، د بهلول پوښتنه یې وکړه، ورته وویل شول: هغه یو لېونی سړی دی، وې ویل: هغه را وغواړئ، چې کار مې ورسره دی، مریدان یې د بهلول په لټه کې شول او هغه یې په یوه دښته کې ومونده، شیخ هغه ته ورغی او په ډېرې حیرانتیایې نوموړي ته سلام وکړ، بهلول یې د سلام ځواب ورکړ او پوښتنه یې ترې وکړه: څوک یې؟ وې ویل: زه شیخ جنید بغدادي یم. بهلول وویل: تاسو شیخ جنید بغدادي یاست، چې خلکو ته لارښوونې کوئ؟ وې ویل: هو. بهلو وویل: ډوډۍ څنګه خورې؟ وې ویل: لومړی ( بسم الله ) وایم او خپله ډوډۍ خورم او کوچنۍ مړۍ را پورته کوم، د خولې په ښي اړخ کې یې ږم او په ډېرې کرارۍ شوخند پرې وهم، نورو ته نه ګورم؛ د خوراک پرمهال حق له یاده نه باسم؛ هره مړۍ چې خورم، نو ( بسم الله ) وایم او له ډوډۍ څخه مخکې او وروسته خپل لاسونه وینځم.
بهلول پاڅېده، خپله لمنه یې وڅنډله او وې ویل: ته غواړې، چې د خلکو لارښود واوسې، په داسې حال کې، چې د خپلې ډوډۍ خوړلو په چل نه پوهېږې، خپله لاره یې ونیوله او لاړه. مریدانو یې شیخ ته وویل: ای شیخه! دا سړی لېونی دی. شیخ وخندل او وې ویل: رښتیا خبره باید له لېوني څخه واورو او ورپسې ورغی، ترڅو چې هغه ته ور ورسېده. بهلول پوښتنه وکړه، چې څوک یې؟ شیخ ځواب ورکړ: بغدادي شیخ یم، چې خپله ډوډۍ خوړل مې نه دي زده. بهلول وویل: آیا خبرې کول دې زده دي؟ شیخ وویل: هو
بهلول پوښتنه وکړه: څنګه خبرې کوې؟ شیخ وویل: په اندازه خبرې کوم او ډېرې خبرې نه کوم، د اورېدونکي د پوهې په اندازه خبرې کوم او خلکو ته الله (ج) او د هغه (ج) د رسول (ص) په لور بلنه ورکوم، داسې خبرې نه کوم، چې خلک له ما څخه کرکه وکړي او هغه څه یې بیان کړل، کوم چې د خبرو کولو په آدابو پورې یې تړاو درلوده.
بهلول وویل: نه یوازې ډوډۍ خوړل، بلکې خبرې کول دې هم نه دي زده، پاڅېده، خپله لمنه یې وڅنډله او لاړه. مریدان یې وویل: ای شیخه! ودې لیدل، چې دا سړی لېونی دی، تاسو له لېوني څخه څه هیله لرئ؟ جنید وویل: له هغه سره زما کار دی، تاسو نه پوهېږئ، بیا په هغه پسې ورغی، ترڅو ور ورسېده. بهلول وویل: له ما څخه څه غواړې؟ ته چې په خپله ډوډۍ خوړلو او خبرو کولو باندې نه پوهېږې، آیا د ویده کېدلو آداب دې زده دي؟ جنید وویل: هو. بهلول وویل: څنګه ویده کېږې؟ شیخ په ځواب کې وویل: کله مې چې د ماخوستن لمونځ ادا کړ، نو په خپل خوب ځای کې پرېوځم او په ځان باندې بړستن را کاږم، له دې وروسته یې هغه څه بیان کړل، چې له نبي کریم (ص) څخه را پاتې ول.
پوه شوم، چې د ویده کېدلو په ادابو هم نه پوهېږې. بهلول غوښتل، چې لاړ شي، خو جنید یې لمنه را ونیوله او ورته وې ویل: ای بهلوله! زه په هېڅ هم نه پوهېږم، ای د الله (ج) نازولیه! ماته زده کړه راکړه. بهلول وویل: دا چې په خپلې ناپوهۍ باندې دې اعتراف وکړ، نو زه چمتو یم، چې تا پوه کړم.
په دې باندې ځان ښه پوه کړه، هغه څه چې تاسو وویل، دا ټول فرعي مسایل دي او د ډوډۍ په خوړلو کې اصل دادی، چې مړۍ باید حلاله وي، که چېرې ډوډۍ حرامه وي، نو سل ځله که دا اداب پرځای هم کړې، ګټه به درته ونه کړي او د زړه د تیاره کېدو سبب ګرځي.
جنید وویل: جزاک الله خیراً. په خبرو کولو کې باید زړه پاک او نیت سم وي او کومه خبرې چې کوې، باید د الله (ج) د رضا لپاره وي او که چېرې د کومې موخې او یا هم د دنیوي مطلب له پاره وي، نو بې ګټې ده. که چېرې د دنیوي مطلب لپاره خبره کوې، نو ټوله ګڼاه به یې ستا په غاړه وي، نو له دې څخه سکوت او خاموشي ډېر غوره دی او په خوب کولو کې هم کوم څه چې تا وویل، دا ټول فرعي مسایل دي؛ اصلي موضوع داده، چې د ویده کېدلو پرمهال باید په زړه کې دې د بل مسلمان لپاره کینه او حسد شتون ونه لري.