هغه استاد چې ماشومانو وویراوه

په یوه ښوونځي کې ماشومانو د خپل ښوونکي له ډیر تدریس څخه په تنګ شول په خپلو منځو کې یې وویل : دا استاد موږ په تکلیفوي په دوی کې یو ډیر هوښیار و،  ویې ویل : داسې لاره به دروښیم ، چې استاد څو ورځې پر کور پریوځي او موږ ترې بې غمه یو نورو وویل : څه لاره ؟ هوښیار ماشوم ځواب ورکړ کله ، چې دې په ټولګي کې ناست و یو یو به ورځو ، چې استاده !  خیر خو به وي رنګ دې د ناروغانو دی یا تبه لری یا هوا در رسیدلې ده ، همداسې که  د دیرشو واړو خبره سره یوه وي نو روغ استاد به ناروغ شي . ټولو ماشومانو خپل هوښیار ملګری وستایه او قسم یې وکړ ، چې غمازي به نه کوي همداسې وشول .
بل سهار کله ، چې ماشومان له کورنه خپلې درس خونې ته راغلل نو ټول بهر ودریدل ، چې اول استاد ننوځي دوی مخکې سره تړلې وه ، چې استاد وویروي . لومړی راننوت ویې ویل السلام علیکم استاده خیرخو به وي رنګ دې زیړ دی،  استاد وویل : هیڅ خبره نه شته زه ښه یم او ته بیځایه خبرې مه کوه په خپل ځای کینه . استاد دا خبره ونه منله خو په زړه کې یې یوه اندیښنه راپیدا شوله دوهم شاګرد راغی ویې ویل : استاده رنګ دې ولې زیړ دی ؟ د استاد اندیښنه نوره ډیره شوه ، هر یو چې راته همدا یې ویل . استاد سست پریوت اوخواشینی شو . له خپلې ښځې څخه خفه و ، چې زه یې په دې حال لیدلې یم او نه یې دي راته ویلې هرو مرو غواړي زه مړ شم او دا رانه بې غمه شي . دا ښځه خپلې ښکلا ته مغروره شوې خو خبره نه ده ، چې زه پوهیږم . استاد په غسه ووت ماشومان هم ورپسې وو . چې کور ته راغی ښځې ترې وپوښتل : خیر خو به وي څنګه زر راغلئ ؟ خدای دې ښه پیښ کړي . استاد په غسه وویل مګر ړنده یې ، چې زما حال نه وینې پردې خلک راته خفه دي او ته له کینې او بدۍ نه په کور کې ناسته یې خو زما سوځیدل نه وینې ښځې وویل سړیه هیڅ خبره نه شته جوړ روغ یې هسې وهم درته پیدا شوی دی ، ښوونکي ځواب ورکړ : پلشتې ښځې! لاهم خپله خبره کوې زما د رنګ زیړوالي نه وینې ؟ ښځې ورته وویل : هنداره به درته راوړم په کې وګوره وبه وینې چې زه رښتیا وایم سړي وویل ته دې ورکه شی او هنداره دې ورکه شه دواړه درواغجن یاست  ژر بستره هواره کړه ،چې څملم سر مې ګرځي .ښځه پښه نیولې شوه . استاد پرې چیغې کړې هله ژر کوه مرم. ښځې دخوب ځای راوړ خو حیرانه وه ، چې کیسه څه ده ؟ که ورته وایم چې جوړ یې نه یې مني او که نه ورته وایم دا په رښتیا ګڼي ،چې ناروغه دی . ځکه بد شګون جوړ سړی رنځوروي . پیغمبر علیه السلام هم ویلې که ځان سست کړی ناروغه به شې ،  که بل څه ووایم سړی به ګومان وکړي ، چې زه دده بهر ته تګ غواړم او کور د ،  بد فعلی لپاره ، ځان ته خالي کول غواړم ، بستره یې هواره کړه او استاد په ځګرویوو ځګرویوو په کې پریوت . ماشومان لږ لرې کیناستل او خپلو کې یې وویل دا عجیب کار و چې موږ وکړ دوی له استاده لرې خپل سبق وایه په دوی کې هوښیار ماشوم وویل لوړ لوړ سبق مه وایئ  ، چې په استاد بد لګیږي د هغه سردرد به ډیر کړي . که په درس کې ځنډ راشي خیر دی خو  چې استاد جوړ شي استاد وویل :  دې رښتیا وایې ووځي ،چې نوره اوسیله نه لرم . ماشومانو وویل استاده خدای دې جوړ کړه بیانو هر یو دچتکي په څیر کور ته منډې کړې په کور کې ورته میندې په قهر شوې ، چې تاسې دمکتب په وخت کې ولې مستي کوﺉ ؟  خپلو میندو ته یې وویل موږ ملامت نه یو استاد مو ناروغه شوی دی او درس نه شي راکولای . میندو ورته وویل تاسې درواغجن او مکرباز یاست دخپلو لوبو لپاره سل رنګه درواغ جوړوئ . موږ به سبا داستاد لیدو ته ولاړې شو ،چې وګورو تاسې څه لوبه جوړه کړی ؟! . ماشومانو وویل: بسم الله ولاړې شئ  ، چې زموږ رښتیا او درواغ درمعلوم شي سباسهار میندې د استاد کور ته لاړې ، چې ګوري استاد په درنه ناروغۍ پروت دی . تر بړستنو لاندې خوله شوی او سریې کلک تړلی ځیګروی کوي . دماشومانو میندو لاحول ولا قوه وویل : استاده ! خیر دې وي تاسې مریض یئ  موږ نه یو خبر استاد وویل : زه هم نه وم خبر ماشومانو په ناروغۍ خبر کړم زه په سبق ورکولو دومره بوخت وم ، چې له خپل پټ رنځ څخه نه وم  خبر . انسان همداسې دی ،  کله  چې دکوم څه لپاره هڅه کوي هر درد و رنځ ورته اسانیږي لکه د مصر د ښځو ، چې د یوسف علیه السلام په لیدو یې خپل لاسونه پرې کړل خو په درد یې پوه نه شوې یا د زړور جنګیالي په څیر ، چې په جګړه کې یې لاس یا پښه پرې شوې وي خو دی په ډیر زړورتوب په هماغه لاس یا پښې جنګ کوي لکه  هیڅ ، چې نه وي ورپیښ شوې تر څو ګوري ، چې یو څاڅکې وینه په کې نه ده پاتې .