
روهي (څلورنۍ/۱۸ د تلې)، په ملګرو ملتونو کې د امريکا متحدو ايالتو دايمې استازې نيکې هيلې له خپلې دندې استعفا وکړه او ولسمشر ټرمپ يې هم استعفا منلې ده.
د نيکې هيلې د استعفا د لامل په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي، خو اونۍ وړاندې يې په سپنې ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره د خپلې استعفا په اړه خبرې کړې وې.
نېکې هيلې تېر کال په جنوري کې په ملګرو ملتونو کې د امريکا متحدو ايالتو د دایمې استازې په توګه وټاکل شوه.
نوموړې د خپل ماموريت په موده کې د روسيې، ايران او شمالي کوريا پر وړاندې سختې څرګندونې کولې او د دوی پر وړاندې يې دريځ سخت وو.