
خدايه دارنګين ژوندون
خلک وايي ښکلى دى
ناز غواړي
او راز غواړي
زه وايم چې نه خلکو
سيند دسپينو اوښکو دى
لويږي دريابونو ته
ژاړمه سيندونو ته
زه وايم چې دا ژوندون
ښکلى کاغذي ګل دى
پاڼې يې خيالي خيالي
جوړى زموږ له وينو نه
وخت رانه په غلا وړې
دغه تکې سرې وينې
پټې دې ګلونو ته
ژاړمه سيندونوته
ټول د تيارو خلک يو
کرکه له رڼا کوو
نوروته دعا کوو
خپلو ته ښېرا کوو
يو ما چې رڼا غوښته
دادي سپېنه شمعه شوم
درسته شپه بلېږمه
شنا ختو او قبرونو ته
ژاړمه سيندونوته
ما خداى ته دعا وکړه
ګل ته مې ښېرا وکړه
ما ويل دا وختونه که
نورې جامې واغوندي
ګل د شنه ګودر به شم
ګورم به مدام د سيند
دې مستو موجونو ته
ژاړمه سيندونوته
سترګې دغماز ژوندون
پټې پاتې نشولى
وازې شوې
غمازې شوې
ټول يې کړم
ناکام ناکام
خپلو آرمانونوته
ژاړمه سيندونوته
مينه کې د ستړي ژوند
داسې ستړى ستړى يم
ته به وا په خاورو کې
ايښې په ژړا ژړا
چا امانت مړى يم
بس د ژوند په تورکې به
دا سندره وايمه
تورو ځنځېرونوته
ژاړمه سيندونو ته
زه تندې وهلى يم
سپېنې اوبه غواړمه
راشه وه د ژوند ساقي
تانه په سلګو سلګو
پاکه مستي غواړمه
ټول ملنګ ملنګ شولم
ځم به زيارتونوته
ژاړمه سيندونوته
راشه چې ملګري شو
زړونه سره غوټه کړو
ملا د مينې وتړو
بيا دغم لوګري شو
زه او ته به ورک کړونور
ګرانه آشنا
موږ به شو
بيا زما باور دی دا
ګوندې نغمې راولو
ماتو ربابونو ته
ژاړمه سيندونوته
دواړوبه شيندلي وي
زړي د خوږې مينې
فرش به پرى سندرې وي
ټولې سپینې شګې به
سپېنې ملغلرې وي
څومره به خوشحاله شي
بيا که توتکۍ راغلې
جوړو ديوالونو ته
ژاړمه سيندونوته
وچې شوې چېنى دعشق
تندى زورورې شوې
نور ټولې خوښۍ د ژوند
مانه مرورې شوې
شاړ ګودر خوته وينې
څنګه په سلګو دى نن
ستا قاتلان وګوره
ما وژني وفا وژني
يو ((رحماني))څنګه اوس
مينه په سلګو راوړي
بېلا بېلو زړونو ته
ژاړمه سيندونوته