
څلوروکسانو ته کوم چا یو درهم ورکړ ،لومړي وویل راځئ په دې درهم انګور واخلو . آبل عرب ورته وویل نه ته خوشې لګیا یې زه غواړم په دې عنب واخلو ، درییم یې چې ترکي و ، وویل زعنب منب نه غواړم زه غواړم ازم پرې واخلو ، څلورم راټوپ کړ اوویې چوپ شئ ، دی چې رومي و ویې ویل: زه استافیل غواړم ،په دې کې سره ونښتل ،خو په دې نه پوهیدل ، چې څلور واړه یوشی غواړي خو په نومونو یې سره نه جوړیږي دوی له جهالته یو بل په سوکانو وهل او له ګریوانونو یې سره نیولي وو ، په دې وخت کې یو پوه سړی چې په سلو ژبو پوهیده راغي ،چې لانجه یې ولیده خندا ورغله ورته یې وویل : زه به اوس په همدې یوه درهم ستاسو ټولو غوښتنې پوره کړم ،زړونه له کینې څخه تش کړئ په همدې یوه درهم به ستاسو ټولو حاجت پوره شي . کله په یوه درهم دڅلورو کسانو مرادونه حاصلیدای شي او اتفاق له پوهې څخه رامنځ ته کیږي . هوښیار وویل تاسې چوپ اوسئ ، زه به ستاسو ټولو ژبه شم ځکه تاسو سره له دې چې یو څه غواړئ خوله ناپوهۍ څخه مو پر نومونو جنګ دی په هر څه کې مهم دادی چې خاصیت یامزاج یې سم وي . یعني روح او اصل باید پاک او منزه وي ، الفاظ او ظاهر ډیر مهم نه دی نیت که پاک وي جنګ نه پیښیږي ،سرکه که څه هم په اور توده شي خو مزاج یې سوړ دی ځکه یې خوراک سړښت راولي او که دوشاب ( چې یو ګرم مزاجه شی دی ) وخورې که څه هم ګنګل شوی وی نوګرم به دې کړي ،هر څه زموږ په اخلاص پورې اړه لري . تا به د سلیمان علیه السلام کیسه اوریدلې وي ، چې دهغه په زمانه کې سوله وه ،ده د ټولو مرغانواو ژویو ژبه زده وه او دده په پاچاهۍ کې هوسۍ او پړانګ سره دوستان وو . کوترې له بازانو خلاصې وې او پسونه له لیوانو څخه نه ویریدل . حضرت سلیمان علیه السلام دټولو ترمنځ سوله راوسته ، څوک چې سلیمان غواړي ، سلیمان او دانه به دواړه تر لاسه کړي خوکه څوک یوازې دانه غواړي په دام کې به ونښلي ، اوس مرغان یو له بله تباه کیږي ، چیرې دی سلیمان علیه السلام ، چې سوله راولي ؟ داسې مصلح او منځګړی په کار دی ، چې د روح د مرغانو تر منځ سوله راولي ، د ټولو تر منځ پوهاوی راولي او جګړه ، بدبیني او کرکه له منځه یوسي .