يو اسټرليايي سړي د فوټبال په توپ کې اوسې

له هغې ورځې چې په جنوبي افریقا کې د فوټبال نړېوالې سیالۍ پیل شوي دي ، د اډم سنټاروسا په نوم اسټرالیايي سړي د فوټ بال په یو لوی توپ کې دننه اړولي دي . او ددې ټورنمټ تر پایه به په همدې توپ کې میشت وي.
 
د غه سړی د اډیډاس په نوم مشهوري کمپنۍ چې سپورتي وسایل جوړوي ګمارلی دی چې د جنوبي افریقا د فوټبال د سیالیو تر پایه په دې لوی توپ کې و اوسېږي . او نوموړي ته ددې کار په بدل کې ښې پیسې هم ورکوي .
اډم سنټاروسا په دې پنځه متره توپ کې ټوله ورځ د فوټبال لوبې ننداره کوي ، خپل ویبلاګ اپډیټ کوي ، له خلکو سره انلاین کېسې کوي او ویډیو ګیمونه وهي ...
د فوټبال په دې لوی توپ کې میشت استرالیایۍ وايي :
((نور خلک یا کاري او یا کورني مصروفیتونه او تعهدونه لري ، زما یوازینې ستونزه دا ده چې خپل ویبلاګ پر وخت نه شم اپدیټ کولی . نور ژوند اسانه دی او سات مې تېر دی ، زه پوهېږم چې ځینو خلکو ته به زور ورکوي.))
ددې سړي ملګري اجازه لري چې د فوټبال ددې توپ شا او خوا چکر ووهي او له دې سره د کړکۍ له لارې وګوري .
که څه هم د اډم سنټاروسا هېواد (استرالیا) له دې لوبو ووتله او د مخکې تلو چانس یې تر لاسه نه کړ، خو اډم وايي اوس یې دلته پاخه اړولي او د سیالیو تر پایه به دلته میشت وي.
د نوموړي په وینا په لومړیو ورځو کې لږ تنګ وو ، ځکه ۲۴ ساعته د توپ ګردچاپیره خلک ګرحیدل او ده ته یې د کړکیو نه کتل خو اوس ورسره عادت شوی دی.
د استرالیا یو شمیر مشهور ې څېرې سندرغاړې او فلمي ستوري هم ورغلي او ددې لپاره چې ډاډ ورکړي د توپ د ننه یې ورسره کتلي دي .
خبره داسې ده چې لویدیځې کمپنۍ هم اوس د اعلاناتو لپاره له عجیبو غریبو لارو کار اخلي ، او خلک هم د پیسو لپاره څه نه کوي ، اډم په توپ کې ځکه میشت دی چې اډیډاس کمپنۍ ښې پیسې ورکوي .