د ازرې ولسوالۍ ته لاره بنده او د خلکو ستونزې ډيرې زياتې شوي

د لوګر ولایت د ازره ولسوالی ټولی لاری۳ میاشتی کیږی د دولت مخالیفونو لخوا تړل شوي، د خلکو د تګ راتګ لاره بنده ده او ډیر ناروغان مړه درملنې ته د نه لاسرسي په وجه مړه شوي آو ډیر نور د مرګ په حالات کی دي.
د ازری ولسوالی د کلینکونو مسول ډاکتر حفیظ الله احمدزی، چې په خپل یو کار پسی کابل ته تللی و،هغه هم دا ۲میاشتی کیږی بند پاتی شوی او بيرته سيمې ته نشي ستنديدلی. يادې ولسوالۍ ته اوس خوراکی توکی هم نه رسيږي او په سيمه کې ، چی د دوکاندارانو سره څه پاتی دي،د هغې بیه اوس ۳ برابره شوې او حکومت یی څه غم نه خوری.
ازره ولسوالي د پاکستا ن سره نیزدی سرخد لری،چی وسلوال کولی شی ښه په اسانه توګه تګ او راتګ کولی شي. اوس مهال په ازره ولسولی کی چیچنیان،او غربیان،او وزیریستانی،او پاکستانی وسلوال شتون لري، چی ولس سره یی ډیر بد سلوک کوي. که دې سيمې ته مرستې ونه رسيږي ډير زر به دا هم یو نوی وزیریستان شی او د مخالیفونو یوغټ مرکز باندی به بدل شی.

يادونه: دغه خبر روهي ويبپاڼې ته راليږل شوی.