
څلوروکسانو ته کوم چا یو درهم ورکړ ،لومړي وویل راځئ په دې درهم انګور واخلو . آبل عرب ورته وویل نه ته خوشې لګیا یې زه غواړم په دې عنب واخلو ، درییم یې چې ترکي و ، وویل زعنب منب نه غواړم زه غواړم ازم پرې واخلو ، څلورم راټوپ کړ اوویې چوپ شئ ، دی چې رومي و ویې ویل: زه استافیل غواړم ،په دې کې سره ونښتل ،خو په دې نه پوهیدل ، چې څلور واړه یوشی غواړي خو په نومونو یې سره نه جوړیږي دوی له جهالته یو بل په سوکانو وهل او له ګریوانونو یې سره نیولي وو ، په دې وخت کې یو پوه سړی چې په سلو ژبو پوهیده راغي ،چې لانجه یې ولیده خندا ورغله ورته یې وویل : زه به اوس په همدې یوه درهم ستاسو ټولو غوښتنې پوره کړم ،زړونه له کینې څخه تش کړئ په همدې یوه درهم به ستاسو ټولو حاجت پوره شي . کله په یوه درهم دڅلورو کسانو مرادونه حاصلیدای شي او اتفاق له پوه