د سعودي پاچا ملک سلمان ته د ولسمشر ټرمپ پيغور او سپکوی

روهي (څلورنۍ/۱۱ د تلې)، لوېدېځو رسنيو د ولسمشر دونالد ټرمپ له خولې ليکلي دي، چې د سعودي عربستان پاچا مالک سلمان ته يې ويلي دي، چې پرته د امريکا له ملاتړ نوموړی خپلې پا[اهۍ ته دوام نه شي ورکولی.

د (نېشن) په نوم لوېدېځې رسنۍ د ولسمشر ټرمپ له خولې ليکلي دي، "مونږ سعودي عربستان ساتو، تاسې به ووايئ، چې هغه شتمن دی او له پاچا سلمان سره زه مينه لرم، خو ما پاچا سلمان ته وويل، پاچا! مونږ ستاسو ساتنه کوو، زمونږ پرته به تاسو دوه اونۍ هم شتون ونه لری."

ټرمپ دغه څرګندونې له رسنيو سره کړي دي، خو دا يې نه دي ويلي چې دغه غېرډپلماټيکې خبرې يې کله او چېرته ملک سلمان ته کړې دي.

له دې وړاندې هم ولسمشر ټرمپ سعودي عربستان ته ويلي وو، چې که چېرې دوی په سوريه کې د امريکايي ځواکونو پاتې کېدل غواړي، نو په بدل کې يې بايد پيسې ورکړي، ځکه چې د امريکايي ځواکونو ماموريت هلته پای ته رسېدلی دی او پاتې کېدل يې د سعودي په ګټه دي.