یوه سپوږمۍ وه یوه دښته اویوزه وم
ته کوچۍ وې که دیادشي زه اوښبه وم
وچه ژبه اوپه ژبه کې سندرې
دخوړونودچینوتږی مېلمه وم
ګل په سرکې په ټټرمې تاویزونه
مورمې ځوانه وه زه بیاهم نازدانه وم
یاقربان به مې په ستړې ساه رواخیست
لکه مارخپلې شپیلۍ ته په هوده وم
دپاولیودشرنګا اواز دې ویښ کړم
سره غرمه وه ترچنارلاندې اوده وم
چې دهېرکړم داګناه خوزمانه ده
زه خوستاوم ستاپه سترګوکې رانجه وم
په ژوندون زمادمینې قدروکړه
رحماني درسره شته یم بیابه نه یم
۱۳۸۹-۶-۱جلال ابادښار
وروستي