موږک او اوښ

یوه موږک د اوښ پړی په لاس کې ونیوه او دهغه د لارښود په توګه یې په ځان پسې وخوځاوه . اوښ چې په موږک پسې روان شو نو موږک دې ته غره شو او ځان ورته ستر ښکاره شو . اوښ له ځانه سره وویل : ته ورته ګوره چې دا غرور دې دروښیم ، له قضا څخه یوه ویاله ورترمخې شوه . موږک ،چې اوبه ولیدې ودریده ، اوښ ورته وویل : لارښوونکیه ! ولې ودریدې ،ته چې د مخکې کیدو شوق لرې ، هله ما ته هدایت وکړه ، موږک ورته وویل دا لویه ویاله وګوره چې پیلان په کې ډوبیږي ، زه څنګه پرې ورګډشم؟ زه له ډوبیدو څخه ویریږم . اوښ ورته وویل ،ته صبر وکړه زه وګورم چې څومره اوبه دي ؟ چې ورننوت اوبه یې تر زنګانه وې ، شاته یې وکتل چې ، ګوره ایله یو زنګون اوبه دې ، ته ولې ویریږي ؟ موږک ځواب ورکړ ! تاته به میږی ښکاري خوماته ښامار ، وروره ستا به تر زنګانه یې خونه پوهیږي ، چې زنګون تر زنګونه فرق لري . ستا تر زنګونه اوبه شل ځلې زما تر سره اوړي . اوښ ورته وویل نوګرانه ،تردې وروسته دموږکو لارښونه کوه او په اوښانو کار مه لره . ځکه ستا له اوښانو سره جوړه نه راځي . موږک توبه وکړه او ویې وویل اوس مې له اوبو تیر کړه بیابه داسې بد نه کوم اوښ ځواب ورکړ ،زماپر شا وخیژه چې تیر دې کړم . زه خو هسې هم له اوبو اوړم او تاغوندې سل زره نور تیرولای شم ، ته که لارښونه نه شې کولای په لاره سم په نورو پسې ولاړ شه چې په کوهۍ کې پرې نه وځې او مقصد ته ورسیږي .