د هغه هندو کیسه ، چې له خپل ملګری سره په جنګ و خو خبر نه ، چې دا هم ورته ستونزه لري

څلورتنه په ډیره مینه د لمانځه لپاره یوه مسجد ته ننوتل په ډیره عاجزۍ یې نیتونه وتړل په دې وخت کې اذان کونکی راننوت یوه د لمانځه له منځه ورته وویل : وخت خو ډیر و او تا اذان وکړ .
دویم ملګري یې له نازه ورته وویل : خبرې دې وکړی لمونځ دې فاسد شو . دریم ملګری یې دویم ته وویل : کاکا ستا ورسره څه کار دی خپل کار کوه څلورم وویل شکر الحمدلله ، چې زه د دوی په څيرنه یم په لمانځه کې مې خبرې ونه کړی . د څلورو واړو لمونځونه فاسد شول هغو چې د نورو عیبونه لټوي تل په خپله هم تیروځي . اوریدلې به دې وي ، چې خپل عیب د ولیو منځ دی  .