خدایه !

خدایه توان راکه چې زړه مې شي کوتره
دجومات له منارې سره پیوندشي
چې اذان شي ستادیادپه څانګه ګښیني
دبلال له اشارې سره پیوندشي
жжжжж  
خدایه توان راچې مې خیال باندې واکمن شم
له لارورکوصحراګانویې راستون کړم
له یاغي یاغي مزلونوراایسارشي
ورډالۍ ستاله نامه ښکلی ژوندون کړم
жжжжж
خدایه توان راچې یاغي یاغی تندی مې
له جومات اوله سجدوسره اشناکړم
مات رامات کړم دهوس یاغي وزرونه
مړضمیرمې له توبوسره اشناکړم
жжжжж
خدایه توان راچې غوږونه مې بیدارشي
دزګیرویودسلګوپه ژبه پوه شي
نیموشپوکې هم بیداروي ترسهاره
داذان د زمزموپه ژبه پوه شي
жжжжж
خدایه توان راکړه چې سترګې مې بیناشي
ټول اغزي اوکاڼي لرې کړم دلارو
له ماڼیودنظرمراندې راپرې کړم
اوتالاجونګړې ووینم دخوارو
жжжжж
خدایه توان راچې چې قدم قدم راخپل کړم
ورځ کې یوځلې پرې لاړشم هدیروته
په دې شته پیسومې ټولې شمعې واخلم
بیایې یوسم دغریب دکورتیاروته
жжжжж
خدایه توان راچې مې غبرګ لاسونه مات کړم
که ورځې هسې ناحق دچاګریوان ته
دنااهلوددیدن لارې به پریږدم
که مې زیان وي په زړګي کې شته ایمان ته
жжжжж
خدایه توان راچې زړګی مې خپل زړګی کړم
نوریې خلاص کړمه دچاله سرومنګلو
تابه جان تابه جانان تابه ارمان کړم
کړم وعده چې مې توبه له نوروښکلو
۱۳۸۹-۵-۳۱جلال ابادښار`