لوږه ( لنډه کیسه)

موټر مې له څنګ سره تېر شو، دوړې مې په خوله ننوتې، باڼه مې په سترګو کښته کړل، و یې ټوخولم، شا ته مې ورپسې وکتل، لږ وړاندې د سړک په غاړه د ناستو ماشومانو(هلک او نجلۍ) له څنګ سره ودرېد، هلک او نجلۍ ور منډې کړې، د موټر په دروازه یې خیرني چمبې کېښودې، شیشې ته یې پورته سپېرې خولې ونیولې...     زما موټروان ته قار راغی، په سپینو کالیو مې خړ ګرد ناست و، زړه او نازړه وم، چې بېرته اتاق ته ولاړ شم کنه. په همدې چورت کې وم، د موټر له شیشې څخه دوه تورې خلتې ماشومانو ته ورکړل شوې، هلک د برق له پایې لانډې غلي ورته کېناست، نجلۍ په زوره  نارې کړې، هلک چیغه وکړه، له دې سره نجلۍ په سوک وواهه، د هلک له خولې څخه ورېجې باد شوې، په ژړا یې پیل وکړ، دې یې له مخې خلته کش کړه، په څنګ کې یې کېښوده، په لاره روان سړي ته بیا د سوال په ژبه وغږېده، هغه بد ـ بد ورته وکتل، ترې تېر شو، دا غلې شوه، پزه یې په ټکري کې پټه کړه، زه نږدې ورغلم، غږ مې ورباندې وکړ:  

  • ور کړه ولې یې ژړه وي!؟
نجلۍ ځواب رانه کړ، هلک ته یې بد ـ بد وکتل، سترګې یې په ځمکه وګنډلې، هلک پورته شو، له وریجو څخه یې بیا موټی ډک کړ، ورخطا یې خولې ته کړې، په ډکه خوله یې وخندل، کړل یې:
  • څنګه مې بیه درنه وخوړې؟
 
زه غلی ولاړ وم، د هلک او نجلۍ په وریجو لانجه مې ننداره کوله، هلک بیا خلتې ته لاس ور وغځولو، نجلۍ په خېټه کې چیچ ورکړ، هلک په ژړوغوني غږ وویل:
  • د سپي لورې د خره لورې د ما خپلې دي را کړه
نجلۍ ته مې غوسه راغله، له ځانه سره مې وویل:
  • راشه ورکړه څو څپېړې
بېرته پښېمانه شوم هلک د برق ستنې ته څنګ ووهلو، په غوړه خوله یې سپېره لوستوڼی تېر کړ، نجلۍ ته مې وویل:
  • ولې یې نه ورکوې
دې یو ځل هلک ته وکتل، بیا یې په ګوډه ماته ژبه وویل:
  • ورکوم یې خو خو زه ورته وایم چې کور به یې وخورو
ما ژر ځواب ورکړ:
  • ولي دلته
نجلۍ ورېجې له نظره تېرې کړې، په نانوایي کې یې ځوړند ډوډۍ ته وکتل، هلک بیا ورېجو ته لاس ور اوږد کړ، نجلۍ هلک په سترګو کې پوه کړ، ماته یې غلي وکتل، ما ورو زیاته کړه:
  • خو ورکړه ولې یې نه ورکوې
دې خولې ته ټکری ونیولو، کړل یې:
  • کاکا مازدیګر دی، ده ته به نورې پیدا شي، دا کور ته وړم چې له مور سره یې یو ځای وخورو، هغې به ټوله ورځ په لوږه تېره کړې وي.
خپل اولاد مې سترګو ته ودرېد، له سترګو څخه مې اوښکې په اننګو وغړېدې، نجلۍ ته مې یو پنځوس ګون په ورغوي کې ور کېښود، ترې روان شوم.     (پای)    کندهار دویمه عینو مینه