
یوه ورځ پاک الله موسی علیه السلام ته وحي وکړه او پردې یې ګرم کړ ، چې ولې زما دناروغۍ پوښتنې ته رانه غلې ، له تاسره مې څومره ښه کړي ان تردې ، چې پر خپل کلام مې هم مشرف کړی ، موسی علیه السلام حیران شو ویې ویل : لویه خدایه ته خو له هر ډول نیمګړتیا څخه پاک یې دا څه رمز دی که یې راته بیان کړی ؟ بیا یې ورته وویل زه ناروغه وم او تا هیڅ ونه پوښتلم موسی علیه السلام عذر وغوښت وویل ربه په تا کې هیڅ نیمګړتیا نشته ، بس عقل ورک شو له دې رازه مې خبره کړه . الله ورته وویل سمه ده . زما هغه خاص بنده ناروغه و ، هغه ته په ښه سترګه وګوره د هغه بیوزلي او ناروغي زما بیوزلې او ناروغي ده . هر څوک ، چې له الله تعالی سره نږدیکت غواړي هغه باید له ولیانوسره ناسته پاسته ولري . له ولیانو سره راشه درشه له پامه غورځول د ځان او مال .... د هلاکت په مانا ده . هر څوک چې له کریمانو څخه بیل شو نو د یوازې شخص په توګه به هلاک شي