د خواخوږی د ادبي او کلتوري ټولني د خواشيني پيغام


نيټه: ۲۹/۵/١٣٨٩ - ۲۰/۸/٢٠١٠
کابل - افغانستان
په خورا خواشيني سره مو خبر تر لاسه کړ چي د هېواد سياسي، ټولنيز او فرهنګي شخصيت، د پخواني ولسي جرګي غړي او د پښتو ژبي تکړه شاعر وکيل امير محمد خان بهسودوال په حق ورسيد.
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد وکيل امير محمد بهسودوال د سياسي او ټولنيز شخصيت په صفت د ولس خيرښيګني په چارو، هېواد کې د سولي په ټنګښت او پخلايني بهير کې فعاله ونډه درلوده، د پښتو ژبي تکړه شاعر وو چي ملت ېي د ملي يووالي او ولسواکي لپاره تل هڅاوه.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه او ټول غړي د ارواښاد بهسودوال صاحب مړينه يوه لويه ملي او فرهنګي ضايعه بولي، د لوي خداي (ج) د دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس، کورني، دوستان او خواخوږو ته ېي جميل صبر غواړي.
روح دي ښاد وي
په درنښت

الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر