
روسیې ویلي افغان حکومت ور سره منلې چې مسکو کې د طالبانو د استازو په شتون کې جوړېدونکې ناسته کې ګډون کوي.
دغه خبره د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف کړې ده. دا د کابل د مقطعه یي او خام سیاست پایله ده چې یو ځل وایي، د طالبانو په شتون کې ناستو کې ګډون نه کوي او بل ځل بیا برعکس د هغو هېوادونو رول ستایي چې د افغانستان د شخړې په حل کې څه کولی شي. روسیه چې په ځواک او نفوذ یې سترګې نه شي پټیدای، د افغانستان په ګاونډ کې ده او نه شو کولی چې هر څه د نورو لپاره پرېږدو.
روسیې اګست میاشت کې ویلي و چې د سپتمبر په لومړیو کې د افغانستان د سولې په تړاو یوه ناسته جوړوي او طالبانو ته یې هم دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې وه، خو وروسته افغان حکومت د امریکا په غوښتنه اعلام وکړ چې دې ناسته کې ګډون نه کوي، په همدې کشمکش کې و چې اعلان وشو، محمدحنیف اتمر له خپلې دندې استعفا ورکړې ده. باوري سرچینو ویلي چې اتمر غوښتل حکومت دې ناستې ته استازی ولیږي، خو غني یې د دې وړاندیز مخالفت وکړ.
غني له شک پرته چې ستونزمنو حالاتو کې د هېواد رهبري ته اوږه ورکړې ده، خو لویه تېروتنه یې دا ده چې له امریکا سره اړېکو کې یو مخ د هغوي لمن ته ور لوېدلی، که هر څه کیږي دې تېرو څلورو کلونو کې د امریکا په خوښه او فرمایش کیږي. مخکې د حامدکرزي په دوره کې هم افغانستان د امریکا متحد و، خو داسې نه وه چې که هغه (امریکا ) په ورځ کې وایي، شپه ده، مونږ یې ور سره په پټو سترګو ومنو چې هو شپه ده. له هر چا سره باید د منطق په ژبه خبرې وکړو دا مهمه نه ده چې هغه څوک دی، څومره نفوذ لري، هر هېواد ته د امریکا په ګډون ملي ګټې مهمې دي، او افغانستان هم ملي ګټې لري، ځکه خپلواک هېواد دی. که امریکا افغان ځواکونو ته مالي سرچینې برابرې کړي، په بدل کې یې د دې خاورې د استفادې امکان تر لاسه کړی، څوک نشته چې ترې وپوښتي ولې، خو دا حالات باید بدل شي.
دا څرګنده ده چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لګښت امریکا او د دې هېواد متحدین پرې کوي، خو د دې لپاره نه شو کولی د سیمه ییزو ځواکونو قدرت او ځواک نادیده ونیسو. روسیه یو ځواکمن هېواد دی او که د افغانستان په قضیه کې ور سره همغمږي ونه شي، هېواد به د ځواکمنو هېوادونو د منفي تقابل په میدان بدل شي. اوس چې ګورو همداسې ده. روسیه افغانستان کې مشروع ګټې لري، د مشروع ګټو لپاره یې افغان حکومت مسوول دی چې ورته ثابته کړي، چې د امریکا لاسپوڅی نه دی.
امریکا او روسیه دوه ښکرور دښمنان دي، د دوي په دوښمني کې مونږ باید ونه سوځیږو؛ دواړو ته باید دې هېواد کې د مدبرانه سیاست د خپلولو له لارې د ګډ کار او همکاریو زمینه برابره کړو. فکر کیږي چې دې برخه کې محمد اشرف غني کمزوری عمل کوي، هغه باوري دی چې هر څه ورته امریکا وایي، همدا سم دي خو نه داسې نه ده، مونږ له امریکا سره د ښو او ستراتیژیکو اړیکو د جوړولو تر څنګ اړتیا لرو چې د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه روسیې او چین سره هم مستقلانه او دوستانه اړیکې ولرو، داسې اړیکې چې هغوي پر مونږ شکمن نه وي او مونږ پر هغوي.
روسیې ولې له طالبانو سره اړیکې نیولي، ځواب ښکاره دی، روسیه وایي، چې داعش د امریکا پروژه ده، امریکا او افغان حکومت ته په کار ده چې روسیه قانع کړي داسې نه ده. حنیف اتمر د ملي یووالي په حکومت کې یو داسې مسوول و چې غوښتل یې افغانستان له امریکا او نورو متحدینو سره یې د پیاوړو او نږدې اړیکو ترڅنګ سیمه کې هم ښې اړیکې جوړې کړي. تر ډېره برېده دې کار کې بریالی ثابت شو، روسیې او د دې هېواد متحدو هېوادونو ته یې ډېر سفرونه وکړل. ایران ته ورغی، هلته یې هغه پالیسي تشریح کړه چې د ده په حضور کې د ملي یووالي حکومت کې جوړه شوې او تعقییږي.
که کینو چې غني ښه کار کوي، او هر څه به سم شي، تېروتنه مو کړې ده، ځکه غني یو مخ د امریکا او ملګرو غېږ ته ور لویدلی، د حمدالله محب په شتون کې چې د امریکا لخوا را واستول شو، د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې نه شو جوړولی. مخکې له دې چې ناوخته شوي وي، حکومت دې پنځو کړیو کې بهرنی سیاست داسې عیار او پرمخ یوسي چې هرې کړۍ کې خپلواک عمل شوی وي. خلک نه غواړي چې هېواد د نورو د منفي تقابل او مقابلو مرکز شي، بلکې غواړي چې دغلته ټول خپلې مشروع ګټې وپالي، په دې کې باید د غریب او خان، شتمن او ځواکمن توپیر ونه شي، ملي ګټې دې تعقیب شي.
که د حنیف اتمر غوښتنې او وړاندیزونه عملي شوي وای اوس به ستونزې دومره زیاتې نه وای. اتمر له بې ځایه امتیاز غوښتوونکو سره په خبرو ښه پوهېده. هغه د سیاست په میدان کې ښه تجربه حاصل کړې وه، پوهېده چې له امریکا او ملګرو سره یې اړیکو کې څه ډول پرمخ ولاړ شي، او سیمه کې څه ډول اړیکې جوړې کړي. که حالات همداسې روان وي، هر څه به مو له لاسه وتلي وي، او هغه وخت به ناوخته شوي وي.