
جنرال ستاد مېلر په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د نوي قومندان په توګه دنده پیل کړه. ستاد مېلر مخکې له دې په افغانستان کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو د قومندان په توګه دنده تر سره کړې ده او په داسې مهال د ناټو او امریکایي ځواکونو د شاوخوا ۱۶ زرو سرتېرو او پوځیانو قومانده ور سپارل کیږي، چې د وسلوالو د ګواښونو لمن اوس له کلیو ښارونو ته پراخه شوې ده. دې کال کې طالبانوپه فراه او غزني ښارونو دوه لوی بریدونه تر سره کړل چې یوه کې ایران او بل کې پاکستان ته د ښکېلتیا ګوتې ونیول شوې.
جنرال ستاد مېلر وایي، په وسلوالو مخالفینو به پوځي فشارونه دوام وکړي.
نوموړي د ناټو او امریکایي ځواکونو د نوي قومندان په توګه د دندې د پیل په لومړیو شیبو کې وویل:
“مونږ باید په وسلوالو مخالفینو فشارونه روان وساتو، او ډاډ حاصل کړو چې ترهګر نور نه شي کولی له افغانستان څخه د اډې په توګه کار واخلي او نړۍ پرې وګواښي.”
جنرال سټاد مېلر په داسې حال کې دنده پیلوي چې روسیې هم وروستیو کې د افغانستان له قضیې سره ځانګړې علاقه پیدا کړې. څو ورځې مخکې یې مسکو کې د یوې ناستې جوړېدو ته ټټر وهلی و، ویلي یې و، د امریکا او افغانستان په ګډون یې ۱۲ هېوادونه دې غونډې ته ور بللي دي. د دې ناستې یو لوی توپیر په دې کې و، چې طالبانو ته هم د شخړې د یوه لوري په توګه د ګډون بلنه ورکړل شوې وه او د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې یو لوړپوړی پلاوی یې د مسکو غونډې ته ورځې خو همدا څو ورځې مخکې اعلام وشو چې سرګي لاروف له محمد اشرف غني سره ټیلیفوني خبرو کې د دې غونډې په ځنډېدو خبرې کړي دي. له دې ناستې د مسکو په شا کېدل او یا دا اعلان چې ناسته ځنډیږي، وروسته له دې وشو چې کابل او واشنګټن دې غونډې کې د نه ګډون اعلان وکړ. کابل وایي، طالبانو ته دې ناسته کې د یوې ډلې په توګه بلنه له هغو اصولوخلاف کړنه ده، چې دوي یې تعقیبوي. واشنګټن هم وویل چې د دې ناستې په هکله له کابل سره له وړاندې همغږي نه وه شوې، نو ځکه په کې ګډون نه کوي.
په هر حال ستاد مېلر په داسې حال کې دنده پیلوي چې د وسلوالو ګواښونه اوس ډېر پراخ شوي دي. د کابل په څنګ لورو سیمو کې خلک د وسلوالو له تحرکاتو اندېښمن دي، حتی په څو ښارونو چې ګردېز هم په کې یادیږي، د وسلوالو د احتمالي بریدونو خبره کیږي.
جنرال ستاد مېلر ته په پوځي او ملکي دواړو برخو کې سخت کارونه په میراث پاتې دې. د ناټو او امریکایي ځواکونو پخواني قومندان جنرال جان نیکلسن دوه کاله مخکې چې دنده پیلوله، ویلي وو چې د ۲۰۱۸کال تر پایه به داعش وسله واله ډله له افغانستانه ورکوي او طالبان به اړباسي چې د سولې مېز ته کېني. خو دا شپیته کلن جنرال نیکولسن ته دوه سخت هدفونه وو. هغه ویلي و د افغان حکومت ځمکنی کنټرول به د دې هېواد ۸۰ سلنه ځمکې ته وغځوي او پر طالبانو به ساحه دومره تنګه کړي چې یا سوله ومني او یا بیخي ورک شي. خو دغه دوه هدفونه تر لاسه شوي نه دي، د طالبانو د واکمنۍ ساحه اوس د پخوا په پرتله پراخه شوې او داعش ډله له پښو نه ده غورځېدلې.
جنرال نیکولسن خپل ماموریت په سختو ګزارونو پیل کړ. د نشه یی توکو په ځینو مرکزونو حملې وشوې، امریکایانو په داعش ډلې اچین ولسوالۍ کې ستر غیر اټمي بم یعنې د بمونو مور استعمال کړ، خو دا یې پای نه و. مې میاشت کې د امریکا په مرستو د څار ځانګړې ادارې ویلي و،۲۰۱۸کال کې پر افغانستان د امریکايي ځواکونو بمباري په بې ساري ډول زیاته شوې. د جنرال نیکولسن په کاري دوره کې یوازې په ۲۰۱۷کال کې ۴۰۰۰امریکایي بمونه پر افغانستان راولوېدل او د ۲۰۱۸کال په لومریو درېیو میاشتو کې د تېر کال اوسط شمېره درې برابره زیاته شوه.
نیکولسن د افغان هوایي ځواکونو پیاوړتیا ته هم ډېره پاملرنه وکړه. د ده په دوه کلنه کاري موده کې افغان هوایي ځواکونو ته د بلک هاک په نامه جنګي امریکایی چورلکې ورکړل شوې اود افغان ځواکونو هوایی بریدونو هم زور وموند. په افغانستان کې مېلر ته د جدي جنرال په توګه کتل کیږي، خو دا جدیت له نیکولسن سره هم و، باور کیږي چې د سولې خبرې باید په پیاوړي دریځ کې پیل شي. د جنګي موسم وخت هم په پای ته رسېدو دی او دا ژمی دی چې ټاکي څوک لوړ لاس لري. که ستاد مېلر افغان ځواکونه یرغلیز حالت ته برابر کړي، په وسلوالو ځمکني او هوایي بریدونه پراختیا وکړي، امکان لري چې معادله بدله شي، خو دا هم مهمه ده چې له پوځي فشارونو سره جوخت دیپلوماتیک فشارونه هم روان وساتل شي. سیمه کې یو عجیبه حالت دی، روسیې او پاکستان خپلو کې د دفاعي همکاریو د پراختیا خبره کړې ده، واشنګټن هم غلی نه دی ناست او یو تجربه لرونکی دیپلومات زلمی خلیلزاد را مخته کوي. خلیلزاد چې اصلا په خټه افغان دی، په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د خپل دوهم هېواد امریکا استازیتوب کړی دی. هغه ته د پاکستاني حکومت د پالیسو د سخت نیوکه کوونکي په توګه کتل کیږي او امریکایي رسنیو ویلي چې بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو غواړي چې نوموړی افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی وټاکي.
د سولې خبرو تر پیل مخکې ممکن وسلوال مخالفین څو لوی بریدونه وکړي او دا وښیی چې لا هم پاتې دي خو افغان حکومت او امریکا ته هم په کار ده چې خپل پوځي فشارونه پراخ کړي. د دې تر څنګ باید د دولتي حاکمیت د پراختیا هڅې وشي، که جنرال ستاد مېلر وکړای شي چې د حکومت د واکمني ساحه پراخه کړي، دا به یې لوی بری وي.
په هر حال د سولې پیچلې پروسه، د جګړې پراختیا، د افغان ځواکونو تجهیز اوپیاوړتیا او له فساد سره جدي مبارزه څو سترې ننګونې دي چې له افغان چارواکو سره باید دې برخه کې پرې نور کار وشي. که ستاد مېلر غواړي چې د سولې خبرې ژر پیل شي او ښه پایله ولري، خپل باوري ملګري پاکستان ته دې مخ واړوي، کوم هېواد چې د ټرمپ د فشارونو په پایله کې اوس روسیې ته ور ښوییدلی او مخکې له دې چې یوه بله خطرناکه لوبه پیل شي، باید د دې ستونزې غم وخوړل شي، او که داسې ونه شي، نو ممکن داسې پایلې ولري چې هغه به نه افغان حکومت ته ښې وي او نه هم امریکا ته. مېلر باید پورتینو ساحو کې ډېر کار وکړي.