زما د مینې لومړۍ ورځ!

هره ګړۍ مې پسې ژړل ان سترګې مې داسې رنګ واخیست لکه د انارو دانې خلکو داسې فکر کاوه چې ګواکي په شپو شپو یې خوب ندی کړی، ان بعضو خو بیخي راته چرسي ویل! هېڅ ساعت را باندې نه تېرېدو، هره سانیه دقیقه مې ورته انتظار ایستلو ایخوا - دیخوا به ګرځېدم اخر ویده شوم زړه مې داسې ټکان کاوه تا به ویل د غره مرغۍ د د کور په قفس کې اچولې ده. او یا هم د ژوند یو قیمتي څیز مې ورک کړئ، نا ارامه لټ په لټ اړخ په اړخ به کېدم.

هیڅ نپوهېدم چې دا لېونۍ مینه مې څه ډول په دې شاړه دښته کې را پاځېده!
پوهنتون ته به چې کله روان شوم نو تل به مې د ځان خیال ساتلو چې هسې نه په چا میین شم.

ځکه اوس خو مینه مینه نشته هسې ځان غولونه یا هم بل ته بازی ورکول دي!
خو نه نه داسې نه وه، زه په داسې چا میین وم چې هره سانیه یې مینه را کوله، هره دقیقه یې د ژوند کړلو هنر را زده کاوه، هر ساعت یې د ژوند کړلو ساه را کوله، هره ورځ یې راته توره لار په روښنایي بدلوله!

دا هغه میین یادوم؛ چې کله به د ژوند نه ستړی وم نو ده به ماته سکون او د ژوند هنر رازده کاوه او بنده لاره به یې راته خلاصوله!

اې دا هغه میین یادوم چې تل میینان له تورو تیارو را باسي ړاندو ته لار ښایي، او دا هغه میین یادوم چې میینان د ناپوهۍ، جهل او تورې تیارې د رڼا، روښنایی، ذینت، ښکلا او د انسانیت او د اخلاقو لکڼه ترې جوړوي، د ټولنې د ملا تیر ترې جوړوي.

دا میین چې تل یې انسان او نړۍ ته خپله ریښتینی میین ثابت کړی کتاب یادوم!

کتاب د ژوند کړلو ریښتونی ملګری!

کتاب د ژوند هستي!!

پای