غزل

د سر ورکو عاشقـانـو په قـدم ځو
کله يار او کله دار ته پکې هم ځو

ځان په زوره خپل منزل ته رسوئ شو
پښتانه يو که کاږه ځو او که سم ځو

په هجرت وو راوښتلي بل وطن¹ ته
فاتحين به خپل وطن² ته په طورخم ځو

که په زړه کې ايوبي جذبه ژوندۍ کړو
ازادۍ ته د أقصى به بيا عجم ځو

په ازمون او امتحان کې چې اخته يو
دا د روڼ سهار په لوري له تورتم ځو

خوشحالۍ ته پکې نه رسو هيڅ کله
په دې ژوند کې همېشه په لار د غم ځو

شاعران يو طوافونه په پښو نه کړو
د ښکلاٶ پاک حرم ته په قلم ځو

د عمل په وجه نه "حماد مالياره!"
جنّٙتو ته به د رب په لوى کٙرٙم ځو