غزل

زه چې ګېر ومه پرون په امتحان کې
نن مې هم تېر کړو ژوندون په امتحان کې

نتېجې ته لا هم نه يم رسېدلى
سبا بيا کومه يون په امتحان کې

هر يو سوال د خپلو وينو په رنګ حل کړي
بيا هم پاس نه وي پښتون په امتحان کې

که مومن يې نو قرآن داسې ويٙلي :
چې حتماً به کړې ګډون په امتحان کې

که د مال په زور له قهره بچ کېدل واى
نو کامياب به وو قارون په امتحان کې

هر سړى ترې په نقلونو ځان وباسي
لحاظ نشته د قانون په امتحان کې

چې رمه ترې د لېوه په لور باغي شوه
نو ورپرېوتلو شپون په امتحان کې

راشه!! نور مې د وصال په غيږ کې واخله
ساه مې خيژي د بېلتون په امتحان کې

په يو چا پسې مجنون ، حماد مالياره!
ناکام نه شې د جنون په امتحان کې