غزل

مينه مړه ده خوښي هم په زړه کې نشته
داسې څوک دى چې يې غم په زړه کې نشته

سترګې وچي دي چينه يې وچه شوې
سترګې څه توى کړي؟ چې نم په زړه کې نشته

سرخي لاړه د ګلاب له نرو شونډو
د لمر وړانګه د شبنم په زړه کې نشته

اندازه يې لکه غرونه او راغونه
هيڅ يو غم له دې نه کم په زړه کې نشته

سر و کال د هيلو پاڼې رېژول دي
غير له دې نه بل موسم په زړه کې نشته

ارمانونه پکې تل کوي چاودنې
داسې مه وايه چي بم په زړه نشته

د چا ژوند په وحشتونو کې راګېر دى
د چا وېره او ماتم په زړه کې نشته

سپين سبا ته انتظار خو راسره دى
رڼايي که د تورتم په زړه کې نشته

چې پالل يې تر ابده لازمي وو
هغه قول او قسم په زړه کې نشته

خاص په زړه يې نوم ليکم حماد مالياره!
خو زما سره قلم په زړه کې نشته