
روهي (نۍ/۳۱ د وږي)، په ملګرو ملتونو کې د امريکا د متحدو ايالتو سفيره نيکې هيلې وايي، چې له څلورو لسيزو ډېر وخت کيږي، چې د ايراني حکومتونه نړيوال قوانين ماتوي او له قانون بهر چلند کوي.
نوموړې ويلي دي چې په منځني ختيځ د نړۍ بل هېڅ کوم هېواد هم دومره لاس وهنې او قانون ماتونه نه کوي، څومره يې چې د ايران حکومت کوي.
نيکې هيلې له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه، چې په امنيت شورا کې دې د اسرائيلو پر ځای د ايران موضوع وڅېړل شي او دغه برخه دې وروته ځانګړې شي.
د ايران او امريکا ترمنځ اړيکې هغه وخت کړکېچنې شوې، چې ولسمشر ټرمپ له ايران سره د ۲۰۱۵ کال له اټومي هوکړې ووت او پر دغه هېواد يې نوي بندېزونه ولګول.