چې مــې ګــلـشــن ته د خزان بادونه زنګ ووهي
نو د تنــکـو تنـکــو ګــلانو شونډې رنګ ووهي
مونږ چې د ميــنـې پـه اوبــو بلــې لمبې ووژنو
دا اور لــړوني ورتــه بيــا پوکى د جنـګ ووهي
زمـــا د زړه پــه مـنــارو کـې جـرس وټنګيږي
ها د ګونګرو والۍ چې ستا غوږو ته شرنګ ووهي
څــوک د جــانان لپاره سر په ګړنګونو مات کړي
څــوک د جــانــان لــپــاره لپـې ، لپـې بنګ ووهي
د رب قــانــون دى، په کمــزورو زورور ډبــوي
د وخت مغــرور مـغــرور ســرونه په ملنـګ ووهي
سړى دې زده کړي دا تدبير له ايوبي تاريخه
لمړى دې مات کړي غداران ، بيا دې پِرنګ ووهي
راځه راځه چې دې بې ننګو ته ټيکري په سر کړو
پرېــږده چې پېغلې ملالــۍ پګــړۍ د ننګ ووهي
چـې تـرې د ګـل د ټــوکېــدلو هيڅ اميد نه کيږي
ولـې مـالـيـار پـه داسـې خـاوره کې کولنګ ووهي
د کوترګـټ له دنګې څـوکې راغوټه شي حماد
که دې په مينه کې يو دانګ له دې نه دنګ ووهي
وروستي