
د ۱۳۹۳ لمریز کال ولسمشریزې ټاکنې ډېرې ګلجانۍ وې، عجیبه حالات وو چا نه انګېرله چې د نړیوالو ځواکونو په شتون کې دې دا ټاکنې دومره مردارې شي چې رایه ورکوونکي به په خپل کړي عمل شرمیږي. د وري شپاړسمه وه، باران په شیبو شیبو اورېده، او خلک هم ورو ورو د ټاکنیزو مرکزونو په لور خوځېدل. ډېرو ځانونه ارګ ته د ننوتو لپاره کاندید کړي وو، خو دې کاندیدانو کې د زلمي رسول نوم ډېر یادېده او باور دا و چې د حامد کرزي د بهرنیو چارو دغه وزیر به ارګ ته ننوځي او د حامد کرزي ځای به نیسي، خو تقدیر بل ډول شو، هغه د رمضان بشردوست خبره ده چې ع او غ سر ته راغلل، ع دومره نه و ګټلي چې غ پرې مات کړي نو ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې خو دې پړاو کې غ مخته شو چې د ع او د هغه د پلویانو لخوا د ټاکنو د پایلو د چلنجولو ګواښونه وشول. ع په یوې غونډه کې چې د ټاکنو له تر سره کېدو وروسته جوړه شوې وه، وویل که یې یوه اشاره وکړه هېواد به په بل مخ واوړي، د خدای کړه و او د بنده ورته کاته و چې امریکا او ملګرو ملتونو دې ساحه کې منځګړیتوب وکړ، د جان کېرې او یان کوبیش په ماموریت کې د ملي یووالي حکومت جوړ شو، واک د دوو رقیبو کاندیدانو تر منځ برابر وویشل شو، خلکو هیله درلوده چې دا حکومت به ورته ښه وي ځکه دوه مخالفین د همکاري په فضا کې چارې مخته وړي. خو داسې ونه شول او ستونزې لا پسې ډېرې شوې.
له ټاکنو مخکې کیسه ده، یوه ورځ یوه ځای کې ناست وو، ملګرو کیسې کولې، د تلویزیون ساکت ویستل شوی و، خو ومې غوښتل چالان یې کړم، کله مې چې ولګاوه، محمد اشرف غني مې له دوستم او دانش سره ولیدل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ورغلي وو او ځانونه یې د کاندید او کاندید مرستیالانو په توګه ثبت کړل، د دوي خوا کې د حامد کرزي د دورې د کورنیو چارو، پوهنې او کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر ولاړ و، د ټاکنو کمېسیون کې دا بهیر خصوصي تلویزیوني شبکو په ژوندۍ بڼه خپاره و، په کوټه کې ناستو ملګرو وویل، اوه.... اوه.... هغه وګورئ اتمر صاحب دی.
د اتمر په هکله عمومي باور دا دی چې نوموړی یو تکړه او په کارپوه سیاست وال دی، داسې سیاست وال چې حکومت داري کې ښې تجربې لري. ملګرو وویل، زړوړنه مو جمع شول، ځکه د تحول او تداوم ټیم کې د اتمر په څېر خلک را ټول دي او ټاکنې به وګټي. لنډه دا چې ټاکنې وشوې، ترې را وروسته لانجې را وټوکېدې، د رایو بیا شمېرنه پیل شوه، جان کېري وویل، که مو له هر ځایه را واخیستې د غني رایې ډېرې وې، هغه د خپلو یادښتونو په یوه کتاب کې وایي، دا غني و چې ویې ویل د ملي یووالي حکومت دې د عبدالله په شتون کې جوړ شي، ډیری دا فکر کوي چې د ملي یووالي حکومت د جان کېري نوښت و، خو نه داسې نه ده، دې برخه کې نوموړي څرګند دریځ نیولی. هغه وایي، دا د ولسمشر غني طرحه وه.
په هرحال اوس چې د ملي یووالي حکومت د کار ډېره برخه تېره شوې او یواځې څو میاشتې پاتې دي، د اتمر په څېر سیاست وال له لاسه ورکول به هېواد کې ستونزې لا ډېرې پراخې کړي. اتمر د ارګ یوه کلکه، نه تسلمېدونکې او پیاوړې پایه وه، حمد الله محب به کله هم د هغه ځای ونه شي نیولی ځکه څومره چې اتمر له نړیوال او سیمه ییز سیاست سره بلد و، محب یې یو فیصد ته هم نه رسیږي. د اتمر د منظمو کړنو پایله وه چې ګلبدین حکمتیار د سولې خبرو ته کیناست. د غني دا ژمنه یې عملي کړه چې د ټاکنیزو کمپایونو پر مهال یې خلکو ته د حکمتیار د راوستو په تړاو ورکړې وه. اتمر یو له هغو سیاست والو و او دی چې د سترو مسایلو په مطرح کولو کې یې تل ملي ګټې پاللي دي. اتمر له طالبانو سره هم د سولې خبرو پیلولوهڅه کړې که څه هم دې برخه کې ډېر پرمختګ نه دی شوی، خو اتمر په ټول ځواک سره د دې بهیر د پیلولو هڅه کړې ده.
په اوسنیو شرایطو کې له محمد اشرف غني څخه د اتمر خپه کېدل ډېر زیان اړونکی دی. غني څوک نه لري چې د باج اخیستوونکو په وړاندې ودریږي. غني په میدان کې پاتې دی، او داسې حالاتو کې ترې د اتمر په څېر کدردونو لرې کېدل یواځې غني ته ګوزار ورکولی شي. اتمر د سیمې هېوادونو له غوښتنو او حساسیتونو سره بلد و، داسې څه یې نه کول چې خلک او هېواد بایلوونکي وي. لنډه دا چې اتمر د ملي یووالي حکومت د ملا تیر و، او چې د ملا تېر نه وي، بویه چې هیڅ هم نشته.