
کله مو هم له ځانه دا پوښتنه کړې چي جګړې یوازې حکومت ګټي او که ولسونه هم ورسره د جګړې پرمهال همکاري کوي؟
خو زه ډاډه یم چې مونږ تر اوسه ځان ددې روان ناورین په هکله هیڅ هم مسول ندي ګڼلي او د هیلو سترګې مو یوازې خپلو امنیتي سرتیرو ته نیولي، که لږ د تاریخ پاڼې راواړوئ نو دا به درته جوته شي چې افغانانو هیڅکله خپل حکومت د ناکامۍ سره ندي مخ کړي او په هره ستونزه کې ورسره اوږه پر اوږه دریدلي تر څو بریالیتوب ته رسیدلي دي.
بحرانونه یوازې یوه سیمه نه ځپې بلکې د یو ملت ټول پرمختګ له سوال سره مخ کوي، یو ملت له نابودۍ سره مخامخوي نو کله چې ټول ملت له بحران سره مخ کیږي نو لازمه ده چې همدا ملت په متحد ډول د ټولو ناخوالو د مخنیوي په موخه یو موټی شي او مشترک دښمن ته غاښ ماتونکي ځواب ووایي. نن افغانستان په جګړه کې له هره اړخه پر مخ څپیړې خوري، د جګړې په ډګر کې یوازې دي او ملګري نلري هغه څوک چې نن زمونږ په هیواد کې میشت دي او د همکارۍ لاس یې راکړی دوي هم زمونږ سره صادق ندي او د جګړې په مهارولو کې یې صادقانه ونډه نده ترلاسه کړې.
کله چې غازي امان الله خان په ۱۹۱۹ میلادي کال د فبروري په ۲۴ نیټه د کابل خلکو او د پلازمینې پوځ ته د مراد خاني په ډګر کې تاریخي وینا واوروله او د افغانستان خپلواکي یې اعلان کړه همهاله په هند کې د انګلیس ۳۴۰ زره په عصري وسلو سمبال پوځ د هند د سرحدونو په لور را وخوځید کله چې د لرې پښتونخوا ولس د امان الله خان د اعلان نه خبر شول په ټوله پښتونخوا کې ملي آزادي بښونکي غورځنګ په خوټکیدو شو او په زرګونه شاځلمیان د انګریزي ښکیلاک پر ضد جګړې او سر ښندې ته تیار شول د پیښور شاو خوا ولسي وسله وال پاڅونونه تاوده شول او په لاهور، ډهلي او نورو ځایونو کې هم خلک د انګریز پر ضد وپاریدل د افغان او انګلیس د پوځونو تر مینځ په درې جبهو کې منظمه جګړه ونښته او په درې واړه جبهو کې دغه تحمیل شوې جګړه افغان پوځ د افغان ولس د (غازیانو) په مټ په زوره وګټله چې د درې واړو جبهو لنډ تفصیل یې په څو ټکو کې درته بیانوم چې ولسونو د خپل وخت له حکومتونو سره څومره همکاري کړې او بریالیتوب ته یې رسولي دي.
1- ختیځه جبهه : دا جګړه د ۱۹۱۹ م کال د مۍ د میاشتې په دریمه پیل شوه د خیبر په جګړه کې د افغان پوځ په مشرۍ د سپاه سالار صالح محمد خان په غاړه وه . ددې جګړې په پیل کې حکومت د ناسمو پوځی تکتیکونو (یانې د ولس د ګډون پرته او هم په نورو جبهو کې د جګړې د پیل کیدو د مخه یواځې په ختیځ کې د جګړې د پیل کولو) په وجه افغان پوځ بریالی نه وه او پر شا وتمبول شو . د انګریز پوځ د توپونو او الوتکو په ملتیا د جلال آباد په لور د پرمختګ په حال کې وه چې د سیمې د غازي ځوانانو (ولسونو) د سخت مقاومت سره مخ شول ، پردغه مهال افغان پوځ بیرته راوګرځيد او د آتلو غازیانو د سخت مقاومت په مټ یې په ډکه کې د انګریز پوځ مات او تیښتې ته یې آړ کړ او انګریز یې په ختیځه جبهه کې اوربند ته مجبور کړ.
2- کندهار جبهه: دا جبهه د غلام نبی خان تر قوماندې لاندې عسکري قوتونو پيل کړه دلته هم افغان پوځ ته دروند تاون ورسید او د کندهار سرحدي کلا د انګریزي پوځ په لاس کې ولویده خو کله چې دا خبر د کندهار ښار ته ورسید نو افغان ولس د غازیانو غورځنګ جوړ او د ملي پوځ سره په ګډه د بریتانوي هند د پولې په لور یې ورودانګل انګریزي پوځونه یې مات کړل او د ډیورنډ د کرښې آخوا یو نیم میل د بریتانوي هند په خاوره کې پر مخ ولاړل او له دې وروسته د دواړو خواو تر مینځ اوربند اعلان شو.
3- د پکتیا جبهه: د پکتیا جبهه د پکتیا د پوځ عمومي قومندان سپه سالار محمد نادر خان تر قوماندانۍ لاندې په ۱۹۱۹ م کال د مۍ په څوارلسمه د پکتیا د غازیانو په مټ وګټل شوه د همدغې کال د مۍ په شلمه د مسعودو قهرمان ولس د وانا جنګي کلا (چې انګریزي پوځ پکې وه) محاصره کړه او سردار محمد نادرخان د ټل پر جبهه یرغل وکړ. انګریزان د پکتیا او وزیرستان په جبهه کې کټ مټ لکه چې په نورو جبهو کې یې ماتې خوړلې وه مات شول او پشاتګ کې یې درانه تلفات او تاوانونه ولیدل.
نو د غازیانو او ملي پوځ همدا یوالي وه چې انګریزانو په درې مهمو جبهو کې ماته وخوړه او بلاخره انګریز دې ته آړ شو چې د خپله اړخه د افغان حکومت او انګریز تر مینځ دائیمي اوربند اعلان کړي. که څه هم انګریز د پوره امکاناتو خاوند وه او په هر ډول چې ول حکومت یې نسکورولای شو خو د ځوانانو او قومي مشرانو د سروسترګو څخه یې بې حده ډار درلود او هیڅکله هم انګریز دې ته چمتو نشو چې په جګړه دې دا هیواد تر خپل یرغل لاندې راولي.
نن همدا شعوري ځوانان چې د ښوؤنې او رونې په جامه سمبال دي او د سیمې د ډینامیکو تحرکاتو څخه پوره اګاهي لري چې زمونږ ګاونډیان او نوره نړۍ یو پرمختللي افغانستان نه مني اما زمونږ ځوانان خپله انرژي د خپلو ملګرو دتضعیفولو په پار مصروفوي او د بریالیتوب لپاره یې د نورو لاسونو ته سترګې نیولي چې ګوندې افغانستان به دوي راته جوړ کړي.
افغانستان نن په هر اړخیه توګه زما او ستا سرښندنو او قربانیو ته ضرورت لري تر څو چې زه او تاسې د خپل حکومت ترشاه ونه دریږو هیڅکله به د بري مخ ونه وینو.