
دا منو چې زمونږ د عقیدې او تګلارې دښمنان هیڅکله نه غواaړي چې مونږ دې - یو ځای، یوه خوله، متحد او د ژوند په ټولو چارو کې پرمختګ وکړو ، دوي ټول عمر زیار باسي تر څو زمونږ په کورونو کې د غم او ویر چاپیریال آماده کړي؛ روحي او جسمي فشارونه راباندې وارد کاندي، فرهنګ مو له مینځه یوسي او بالاخره داسې یو ماحول راته آماده کړي چې هلته ژوند بې معنا او د سرګردانۍ پرته بل هیڅ هم نه وي.
نن مونږ افغانان په همداسې یو چاپیریال کې ژوند کوؤ؛ نن مونږ د ژوند له سترو نعمتونو بې برخې یو، مور او پلار نه لرو ، خور او ورور نلرو، د ژوند ملګري نلرو، خوښۍ نه پیژنو، په مینه او عاشقۍ نه پوهیږو، بیکاري زمونږ فکر او جسم نا آرامه کړی. هیواد مو وران دی، نا آمنۍ اوج ته رسیدلې او بلاخره د ښه ژوند تعریف را څخه مخ اړولی.
دا هر څه چا وکړل؟ دا بدبختۍ د چا له لوري مونږ ته په میراث پاتې شوې؟ ملامت او سلامت څوک دي؟ ولې سوله نه راځي؟ ولې زمونږ له زړونو د جګړو شوق نه وځي؟.
دا ټولې پوښتنې په یو دم نشي ځوابیدلای، خو د هغه چا څخه به یادونه وکړو چې ددې ټولو بدبختیو اصلي عاملین ول، مونږ له هغه چا ګیله کوو چې زمونږ ښیرازه او سمسور هیواد یې اوؤلسمې پیړۍ ته انتقال کړ. دا څوک ول او د چا لپاره یې دومره سترې قربانۍ ورکړې او ولې یې هره ورځ کاروبار رونق پیدا کوي؟
د سړو جګړو څخه نیولې بیا تر تودو جګړو پورې په کور دننه یو څو محدود کسان ول چې د نورو هیوادونو په لمسون یې افغانستان د تباهۍ په سرو لمبو کې راګیر کړ. دوي د خپلې بقاء او د یو څو محدودو ورځو قدرت لپاره د هیواد هره برخه ټوټه - ټوټه کړه، بنسټیزې پروژې یې له مینځه یوؤړې، میندې او خویندې راته کونډې کړې، نازولي بچیان یې راته یتیمان کړل،د خلکو په سرونو یې میخونه ټک وهل، د ښخو تیونه یې پرې کړل، افغانستان یې په کنډوالو بدل کړ، په میلونونو افغانان یې د تعلیم له ستر نعمت څخه بې برخې کړل او داسې په زرګونو نورې فجایع یې زمونږ په هیواد کې تطبیق کړې چې په اسلام کې څه حتی په کفر کې یې هم ساری نه درلود.
خو مونږ ولسونو تر اوسه ورته سکوت اختیار کړی، مونږ د هیچا په مقابل کې نه یو راپورته شوي چې د روانو بدبختیو مخنیوی ورباندې وشي ، لکه د مصر ځوانان چې د خپل هیواد په ساتلو کې یې فعاله ونډه واخیسته او هیچاته یې ددې اجازه ورنکړه ترڅو ددوي ملي شتمنیو ته زیان ورسوي او هیواد یې د نورو ورسته پاتې هیوادونو په قطار کې رانشي. د هر هیواد ځوانان ددې وړتیاوې لري چې د خپل هیواد د ملي ګټو څخه په مستقیم ډول دفاع وکړي او چاته دا اجازه ورنکړي تر څو ددوي په هیواد کې خپل ککړ لاسونه دخیل کړي، کورني ګواښونه زمونږ هیواد ته له ډیر پخوا متوجه ول خو متاسفانه مونږ ونشو کړای چې د خپلو ملي ګټو څخه دفاع وکړو، هره ډله او ټپله چې په افغانستان کې یې حضور پیدا کړی مونږ ورته لبیک ویلی، د خپل هیواد په ورانولو او بربادۍ کې مو ورسره پوره ونډه اخیستې حتی له دوي څخه مونږ یو دوه ګامه مخته تللي یو، مونږ خپل ملي مسولیت ندي ادا کړی، له چا به ګیله نه کوؤ؛ ګیله باید له خپله ځانه وکړو چې ولې مو تر اوسه د هیچا پر ضد خپل غږ ندي پورته کړی، د هیواد په ابادۍ کې مسولیت د ټولو ولسونو دي، جګړې یوازې یو ارګان نشي ختمولای، سوله په تنهایی سره یو ارګان نشي راوستلای تر څو چې د ولسونو ملاتړ له ځانه سره ونلري، جګړې تر هغه وخته پایته نشي رسیدلای چې ټول افغانان یو ملي دریځ پیدا نکړي. یوازې د سولې پرلتونه او د سولې کاروانونه زمونږ د هیواد روانو جګړو ته د پای ټکی نشي ایښودلاي تر څو چې ټول افغانان ورسره مل نشي.
راځئ چې لومړی ځان په ملي روحیه سمبال کړو، د افغانستان د جګړې په ښکیلو خواو باندې د اوربند د پلي کولو جرئت پیدا کړو، د مافیايي کړیو پر ضد سنګر ونیسو، شخصي تربګنۍ پریږدو، د تعلیم حاصلولو لپاره مټې راپورته کړو، هیچاته ددې اجازه ورنکړو تر څو په هیواد کې د بې ثباتۍ لامل شي.
که مونږ ددې جرئت پیدا کړ چې د خاین رهبر ګریوان ته لاس واچوؤ، غل تر محکمې او څارنوالۍ وزغلوؤ، جاسوس ته په کلي کې د اوسیدو اجازه ورنکړو، د جګړو په لیکو کې د جلب او جذب څخه مخنیوي وکړو، د هر ډول فساد سره مبارزه وکړو، په تعلیم پسې لاړ شو. نو په پوره ډاډ درته ویلای شم چې نه به شرق زمونږ په هیواد کې مداخله وکړي او نه هم غرب؛ ټول به تور مخ زمونږ له هیواد وځي او بیا به خوښي وي، بیا به مینه وي ، بیا به ورورګلوي وی او بیا به مونږ د سترو سرمایو خاوندان اوؤسو.