
ښاغلى كرزى، له تېروه يوه كال راهسي د فساد په وړاندې د مبارزې په اړه خورا ګرمې خبرې كوئ، خو خبرې مو داسې دي لكه چې تاسې ښاغلى لا تر اوسه فساد نه پېژنئ.
ښاغلى كرزى، تر هر څه لومړى هيله ده چې په غوسه نه شئ كه لا تر اوسه فساد نه پېژنئ نو په درزنو سلاكاران لرئ، له هغو سلا وغواړئ چې د فساد په اړه مو پوه كړي. كه ستاسې سلاكاران په خپله په فساد كې ښكېل وي او د فساد په اړه درته رڼې او سپينې خبرې نه شي كولى نو د نورو هېوادونو په اړه په خپله مطالعه وكړئ چې د هغو سياسي مشرانو د فساد سره څه ډول مبارزه كړې او فساد څه ته وايي. كه تاسې په خپله په فساد كې ښكېل وئ نو دا بيا جلا خبره ده، دلته نو بيا هغه خبره ده چې مالګه خنسى شي نو بيا څه علاج دى، هيله ده د ملت د تېر اېستلو هڅه و نه كړئ او په سترګو كې يې خاورې وا نه اچوئ.
ښاغلى كرزى صاحب، كه ستاسې تېرې ويناګانې د ارشيف څخه راواخېستل شي نو په ډاګه ترې څرګندېږي چې د فساد دروازه لومړى تاسې پرانيستي او تاسې اختلاسګرو ته دا زړه وركړ چې د خلكو وينې وزبېښي. دوه كاله مخكې د مخدرو موادو په ضد وينا تاسې مخاطبينو ته وويل چې افغانستان ته خو مرستې ډېرې راځي، والي صاحبان يې اخلي، نه پوهېږم چې تاسې ته رسېږي او كه د واليانو جيبونو ته ځي، او بيا دې په كړس ورسره وخندل.
په كابل ښار كې ډېرى ملي مكليتونه ستاسې په لاسليك باندې لوړ پوړيو چارواكيو ته وركړل شوي دي. په دې كې ستاسې د دويم مرستيال خليلي ورور حاجي نبي ته د دارالامان سره ځمكه وركړل شوې ده، ايا دا تاسې ته فساد نه ښكاري.
ښاغلى كرزى صاحب، ستاسې په لاسليك باندې عزيزي بانك او اونېكس شركت ته ملي ملكيتونه وركړل شوي دي، ايا دا تاسې ته فساد نه ښكاري.
د اساسي قانون يوه ماده دغه هم ده چې وزيران او لوړ پوړي دولتي چارواكي نه شي كولى چې له دولت سره معامله وكړي، خو ستا د كابينې وزيران او د هغوى زامن او يا يې هم نژدې خپلوان له دولت سره معاملې كوي او قراردادونه اخلي، ايا دغه تاسې ته فساد نه ښكاري. دغه فساد به بهرنيان له منځه وړي كه تاسې؟
ښاغلى كرزى صاحب، تاسې ولې فساد په بهرنيانو اړوئ، كه په فساد كې ستا د كابينې غړي، لوړ پوړي دولتي چارواكي شركت و نه لري، ايا هغوى د دې زړه او جرئت كولى شي چې فساد په لوري يو ګام پورته كړي. كه له افغانستان څخه پيسې اېستل شوي دي، خو ستا د كابينې د غړي او يا لوړ پوړيو چارواكيو له لوري دا زمينه او شرايط ورته برابر شوي دي چې پيسې له افغانستان څخه وباسي، ګنې هغوى څه ډول كولى شول چې دغه پيسې دې له افغانستان څخه وباسي.
فساد يوازې دا نه دى چې څوك دې له بل هغه څخه نغد رشوت واخلي، فساد دغه هم دى چې ملت ته دروغ وويل شي، حقيقت پټ كړل شي. بلكې په هېواد كې دننه په وزارتونه چې د كار په ځنډولو او ملي بودجي په ځاى نه لګولو او له هېواد څخه د بهر په سفارتونو كې چې څه روان دي دغه ټول د فساد څرګندې بلګې دي. ايا تاسې له نړيوالې ټولې د دې تمه او هيله هم لرئ چې د دغه فساد په له منځه وړولو كې له تاسې سره مرسته وكړئ، كه په دې اړه وړاندې شي نو بيا خو تاسې ښاغلى د ملي حاكميت خبرې مطرح كوئ او تر څنګ مو نور ناست ښاغلي د بهرنۍ مداخلې خبره كوي. او غواړي په دې توګه خپل فساد پټ كړي او ادمه وركړي.
ښاغلى كرزى، كه شپه تياره ده نو مڼې په شمار دي، هڅه بايد و نه شي چې افغانان دې تېر ايستل شي او د هغوى په سترګو كې دې خاورو واچول شي. كه د اسلام د صدر تاريخ مطالعه كړئ نو هلته اولوالامر ته همداسې خبرې شي دي، خو د هغو خبرو ته اولوالامر غوږ نيولى او عمل يې پرې كړى. صحابه كرامو ان د الله جل جلاله نازولي پيغمر صلى الله عليه وسلم ته ويلي چې د غنيمت په مال كې عدالت وكړه. د حضرت پيغمر صلى الله عليه وسلم ځواب همدا و چې كه عدالت و نه كړ نو بدبخته به شم.
حضرت ابوبكر صديق رض الله تعاله عنه ته او حضرت عمر رضى تعالى عنه ته ورته خبرې شوي دي، خو نه يوازې دا چې په سړه سينه يې اورېدلي دي بلكې عمل يې پرې كړى دى.
دا چې تاسې ښاغلي ته د خلكو غږ نه رسېږي او يا تاسې د خلكو غږ نه اوروئ دا پخپله فساد دى.
ښاغلى كرزى صاحب، كه تاسې غواړى په افغانستان كې فساد ورك شي او په افغانستان كې امن راشي، نو د اسلام د صدر مشرانو تګلار خپله كړئ.
ښاغلى كرزى صاحب، تاسې ته ښاغلى سياف جهاد او مجاهدين په دې نامه نېغ نېغ او مخې مخې ته كوي چې خپله امتياز واخلي، نه دا چې د جهاد او مجاهد د كوڼدې او يتم غمه دې وخوري، بلكې غواړي خپله څوكۍ واخلي، پوښتنه دا ده چې ايا مجاهدينو د څوكيو او امتياز لپاره جهاد كړى و كه د الله جل جل جلاله د رضا لپاره؟ ښاغلى پير صاحب، ښاغلى حضرت صاحب ښاغلى رباني او ښاغلى محقق، ښاغلى خليلي، ښاغلى قسيم فهيم او نور… خو د عبدالرحمن بابا د دغه شعر په وينا:
دين يې دام د دى دنيا په لار كې اېښى
په را اړوي وحشيان د مخلوقات
دوى خو دين او اسلام د خپل ځان د ساتنې او څوكۍ د بقا لپاره كارولى دى. كه داسې نه واى، نو په خپلو عباداتو ريا ولې كوي. دا په دين كې فساد دى، هيله ده چې تاسې له دې فساد څخه هم ځان وساتئ.
ښاغلى خليلي، ښاغلى محقق او د دوى نور ښاغلى خو بيا په اسلام كې قوميت هم را اېستلى، په اسلام كې يې خپله فرقه هم جوړه كړې او د هغوى په نامه هم سورې او نارې وي او په دې توګه غواړي خپلې څوكۍ او مقامونه وساتي دا هم فساد دى، دا تر ټولو لوى فساد دى.
هيله ده د فساد په ضد مبارزه د له ښاغلي محقق او ښاغلي خليلي او نورو څخه پيل كړئ.
په درناوي.