چارواکي د فساد په مستۍ کې (13)

دريالسمه برخه
په ۱۳۸۴ کال کې ښاغلی ډاکتر اشرف غنی د کابل پوهنتون رييس و. د کابل پوهنتون رييس د خپل کار په بهير کې له هغو مرستندويانو مننه کوله چې له پوهنتون سره يې ځانګړې مرستې کړې وي او په دې لړ کې يې په يوه غونډه کې له نړيوال بانک مننه وکړه چې د کابل پوهنتون د احاطې لپاره يې مرسته کړې وه. مرستندويان د ښاغلي ډاکتر اشرف غنی له وينا خوښ شول خو ځينې په کې هک پک. د لوړو زده کړو وزارت د کابل پوهنتون د احاطې په نامه له دوو جلا جلا مرستندويانو مرسته اخيستې وه چې د يوه يې لګولې وه او د بل هغه يې بېل جوړ کړي، خو مرسته يې پر خپل ځان مصرف کړې وه چې په منځ کې يې د پوهنتون مشرتابه له کيسې ناخبره و.
کله چې ښاغلي ډاکتر اشرف غنی له کيسې خبر شو، نهيلی شو، پر وړاندې يې سليقې، قوانين او محافظه کاري خنډ شول، چا يې غږ وا نه ورېد او خپله يې اقدام و نه شو کړای، نو له دندې لاس په سر شو.
***
ورته کارونه که د وخت د لوړو زده کړو وزير کړي دا کيسې بيا بيا تکرار شوي دي او لا تکرارېږي، چې له بده مرغه لا تر اوسه يې مخه نه ده نيول شوې.
اوس په ادارو کې فساد کېږي خو د ادارې مشر پړه پر ځان نه مني او غواړي په څوکۍ پاتې شي، په کار خو دا وه چې د يوې ادارې د رسوايۍ له امله د ادارې مشر استعفا کړې وای او دنده يې پرېښي وای. د ښاغليو واليانو په اړه رسوايي ده، خو نه د سيمه ييزو اورګانونو اداره غوږ پرې ګروي او نه هم د فساد ضد اداره، د يوې مشر هم د داسې رسوايۍ له امله استعفا نه ده کړې.
***
د باميان ښاروال د هغو کارونو پيسې د حکومت له خزانې اخلي چې هغه کارونه موسسو او يا هم مرستندويانو ترسره کړي دي. د لوړو زده کړو وزارت ته ورته معما ده، د يوه کار لپاره له دوو سرچينو لګښتونه اخيستل کېږي. په باميان کې د کثافاتو د دفن کولو ځای مرستندويانو جوړ کړی خو ښاغلي خادم حسين فطرت د حکومت له خزانې هم پيسې اخيستې او د کور په خزانه کې يې اچولي دي.
د باميان خلک دا هم فساد ګڼي چې اغلې والي حبيبه سرابي په ټول ولايت کې د خپلې سيمې او بيا په ځانګړي ډول خپل خپلوان په دندو ګومارلي دي. او د دې تر څنګ يې په باميان کې خپل کار و بار پيل کړی دی. له باميان خپرندونکيو جريدو دا ستونزه څه ځله راپورته کړې او د طنز په بڼه يې ليکلي: والي باميان هفت ساله شد. شرحه يې په فساد کې اوه کلنه.
د دې تر څنګ د سيمې اوسېدونکي د بشر حقوق د خپلواک کمېسيون له مشرې اغلې سيما سر د انحصار شکايتونه کوي او د دې شکايتونو غږ يې ځو ځله پورته کړی دی، خو چا نه دی اورېدلی. په کابل کې د واک په ګدۍ د قوم په نامه معامله ګرو ته خلک هومره ارزښت نه لري لکه خپلې ګټې. د نوربند کلا په نامه هوټل يې جوړ کړی د خپل واک او شناخت له مخې مېلمانه د ثمر هوټل ته ورځي نه بل هوټل ده چې دغه کار د نورو هوټلونو کار له ګواښ سره مخ کړی دی. په کابل کې د واک پر ګدۍ ناست څه ډول کار کوي، په هېواد کې د مېشتو قومونو تر منځ اختلافونه پيدا او درزونه جوړوي او يا هم د اختلافونو اورونه بلوي.
باميان ښاروال خپل شرکت لري، د افغانستان اساسي قانون له مخې د دولت مامور نه شي کولی چې له حکومت سره انتفاعي معاملې وکړي، خو د ښاغلي خادم حسين فطرت دليل دا دی چې زه انتفاعي معاملي له حکومت سره نه کوم بلکې له غيرحکومتي ادارو سره يې کوم او يو مثال يې په باميان کې له "يو اېن هبيتات" څخه د يوه کيلو متر سړک قرارداد اخېستل دي.
دم ګړي په ښارونو کې د ښاروال، والي، امنيه قومدان، قاضي، څارنوال اونورو لپاره د عوايدو يوه سرچينه د ځمکو پېر و پلور او استملاک دی. باميان ښاروال هم له دغه عايداتي سرچينې بې برخې نه دی. ښاغلي خادم حسين فطرت عيسی خان شهرک کې يې د خپل ځان لپاره لس نومره ځمکه ځانګړې کړې ده. د دغه شهرک د چارو د قانوني کولو لپاره يې د خپل کور خزانه نه ده بې برخې کړي.
مدني ټولنه به په بحث کې د فساد داسې خبرې سړی واوری چې هک پک شي. باميان ته د سيمه ييزو اورګانونو دخپلواکې ادارې پلاوی تللی وو چې د شوي فساد په اړه تحقيق او څېړنې وکړي. پلاوی په هوټل کې دېره و. د پلاوی پالنه په ورين تندي خو له ډار سره کېده. د مېلمه پالنې په پلمه د پلاوي جيبونه وپړسول شول. پلاوي لکه چې ډېر چالاک او رند و. له کابل وړې جعلي ډالر يې د رابط شخص په مخ وويشتل، په قهر يې ورته وويل: اوس راباندې جعلي پيسې تيرباسي، شرم نه لرئ چې جعلي ډالر وطن ته راوړئ. لاړه شه سمې پيسې راوړه. رابط شخص پيسې ترې واخيسې او په بدل کې يې نور اصلي ډالر ورکړل.
نور بيا