
یوه ورځ جالینوس حکیم خپلو ملګرو ته وویل : « ماته له هغه حکیم څخه فلان درمل راوړﺉ » له ملګرو څخه یوه ورته وویل چې اې ستره حکیمه ! دغه درمل دلیونولپاره دي او دلیونتوب درملنه کوي ، ته په داسې عقل اوپوهه څنګه دغه درمل غوارې ؟ جالینوس ځواب ورکړ ، هاغه ورځ یو لیونی راغی ماته مخامخ ودریده ، څه شیبه یې راته وکتل اوبیایې وخندل سترګه یې راته ووهله اوزه یې حیران کړم ما فکر وکړ چې هرو مرو په ما کې دلیونتوب کومه نښه شته ، حتما هغه په ماکې کوم اشنا څه وموندل ، که په ما کې دلیونتوب نښه نه وای ،هغه به له ماسره سترګې نه خوږولی ، هر کله موچې دوه کسان یوځای سره ولیدل پوه شئ ، چې خامخا کوم څه په کې مشترک او ګډ شته ، هر مرغه یوازې له خپل همجنس سره الوتنه کوي . څوک چې له خپل جنسه پرته او له کوم ګډون او اشتراک نه بغیر له بل سره ناسته ولاړه کوي ژوند یې تباه دی .