ناروغې د يوې ناروغۍ درمل وخوړل او ژبه يې په داسې حال شوه!
ژباړه: ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
څو ورځې وړاندې د انګلستان په لندن ښار کې يوې زيات عمره ميرمنې د موټر سخت ټکر وکړ. د ټکر له امله د نوموړې پښه ژوبله شوه او تر درملنې لاندې ونېول شوه. ډاکټرانو دغه ميرمنې ته د نورو درملو ترڅنګ د ميکروبونو ضد درمل يا انتي بيوتيک هم توصيه کړل، ترڅو ټپونه يې ميکروبي نه شي. انتي بيوتيک درملو په ناروغۍ باندې بد ماو نفي اغېز وکړ او داسې Side effect يا عوارض جانبي ورته پيدا کړل، چې د ميرمنې د ژبې رنګ يې تور کړ. د انتي بيوتيک د جانبي عوارضو له امله اوس د دغه ميرمنې ژبه داسې ښکاري چې وېښتان لرونکې بڼه يې خپله کړې ده.
د New England Journal of Medicine له خوا په يادې ميرمنې باندې څېړنه تر سره شوې ده او په ګوته کړې يې ده، چې د دغه ناروغې د ژبې رنګ وېښتانو ته ورته تور شوی دی، چې له ټکر يوه اونۍ وروسته يې د پښې د ټپونو د درملنې په پار دوه انتي بيوتيک درمل وخوړل. ورکړل شوي انتي بيوتيک چې دا ډول سايډ افېکټ يې راپيدا کړی دی، meropenem او minocycline نوميږي.
۵۵ کلنه ناروغۍ د انتي بيوتيک د ياد اغېز په اړه داسې وايي، "ياد درمل د ډاکټرانو له خوا راته توصيه شوي وو، ترڅو پښه مې ميکروبي نه شي. هر کله مې چې درمل وخوړل، نو ناڅاپه مې د خولې خوند بد شو، کانګې راغلې او د ژبې رنګ د اسې تور شو، لکه وېښتان چې پرې پيدا شوي وي."
ډاکټرانو دغه Side effcte ته د وېښتانو د ژبې يا hairy tongue نوم ورکړی دی او هيله يې ښوودلې ده، چې دا يو لنډ مهاله اغېز دی او له لنډ وخت وروسته به بېرته له منځه لاړ شي. روغتياپالانو د ژبې له نېږدې معايناتو وروسته د وېښتانو غوندې کوم څه په ژبه نه دي پيدا کړي او راپورته شوې وړې غدې يې د papillae په نوم يادې کړې دي.
روغتياپالان وايي چې دغه تور رنګ په ژبه باندې مړې ژونکې (حجرې) دي چې له خپل عادي او نارمل حالت څخه يې ډېر انکشاف کړی دی. که چېرې تر درملنې لاندې ونه نېول شي، نو د دغه مړو حجرو ترمنځ به بکترياوې ژوند کوي، د ډوډۍ ذرې به په کې پاتې کيږي، چې له امله به يې خوله بد بويه او هضمې سېستم به بد اغېزمن کړي.
د يادونې ده، چې د يادې ميرمنې د ژبې دغه حالت د هغه کسانو د ژبې د تور رنګ سره توپير لري، چې د کافي او نورو څښاکونو له امله د يو ډېر کم وخت لپاره توريږي. د ژبې د رانګ عادي بدلون په اوبو سره هم له منځه ځي، خو دغه غوټو له منځه وړل، ښايي چې ژبه ټپي کړي او ستونزه لا نور هم لويه کړي.
وروستي