ځوانان د یوې ټولنې مهمه برخه ده او یوه ټولنه په هره برخه کې که هغه د سیاست برخه وي که د اقتصاد او یا هم د اجتماع برخه وي، با انرژي او صحتمنده ځوانانو ته ضرورت لري.
خو که نن د افغانستان ټولنې ته وګورو نو متاسفانه زمونږ ځوانان ډېر په مختلفو ناروغې اخته دي، او د ژوند په هره برخه کې مختلف ستونزي ګالي.
یوه ډېر خطرناګ ناروغي چې په اوس وخت کې ډېره عامه سوې ده هغه د سرطان ناروغي ده.
په ځوانانو کې د سرطان تشخیص یو ډیر ستونزمن کار دی. هر کال ۲۵۰۰ هغه کسان چې له ۱۳ څخه ۲۴ کالو پورې عمر لري کې د سرطان ناروغي تشخیص کیږي.
د سرطان دغه مرکز په ځوانانو کې د سرطان د ناروغۍ پنځه نښې بیانې کړي چې په مرسته يي په ځوانانو کې د سرطان د ناروغۍ تشخیص کیدی شي.
دغه نښې عامې ناروغۍ هم ګڼل کیږي او خلک ورته ځانګړی پاملرنه نه کوي خو د دغو نښو په اړه معلومات لرل به ډیر زیات ګټور وي او شاید د ژوند ژغورلو لامل شي.
ځیني مهمي نښي:
۱. هر وخت د تکلیف احساس؛
۲. پړسوب، زخم یا اپوفېسېس (Apophasis) کیدل؛
۳. ناببره ډیر زیات وزن له لاسه ورکول؛
۴. تل د ډیر زیات ستړیا احساس کول؛
که چېرې تاسو په چا کې داسي نښي ولیدل نو اړین ده چې ډاکتر ته مراجعه وکړي.
وروستي