ورکه دې شي داسی آزادي؟!

محمود نظری

 
سپي راغونډ دي په یوه ګوله ډوډۍ
جنایت کاره اتلان دی د نیکنامۍ
غله مشران دي د دولتي لویو څوکۍ
امیان کېنسته له موچڼو سره پر کرسۍ
رشوت خورو خوله ماته کړه د خوارۍ
اختلاصګرو ډکي کړی خپلي ګونۍ
پردو ته ورکړه شوه د وژلوسردارۍ
هغو ولس ښه و نازوئ په ټینګه بمبارۍ
امرانو خپلوان وایستله له مزدورۍ
پوهان يي وګمارل په دوکاندارۍ
د بیړا ګانو ملاوي يې تړلې په سوتلۍ
له پردو له زوره ډبره شو د صابون چکۍ
شخړی پیدا شوې په کاموکې په چټۍ
په کامو يي ووېشلې دولتي شتمنۍ
د ولس په غم بزرګان کوي کامرانۍ
یوازې د چوپړ هوډ لري د ځانمنۍ
د پردو لپاره شوه مشران کوکي ناوکۍ
د وطن دیوال ته وه غلیمانو ته شوه څیړۍ
خدای دی ورکه کړي داډول هستۍ
لکه د لیوني کڅوڼه نه ول لري نه بخۍ
 
دپردوپه مټو ځان ساتي هنرمند او چوړۍ
داد مشران ډسکی دی چې موږلرو آزا دۍ