مونږ تر څو به؟

مدې تیرې شـــوې کلـــونه انتظار یو
پـه خیالونو، تصورکـــې د روزګار یو

دهر پوه او مبتکرپـــه تمه ناست یو
لا یې ضعم ، کار نامو ته امیدوار یو

پدې هیله چې بـــه سوله ، امن را شي
په هر لوري به اخته په کار او زیار یو

ځوان کهول به خپل وطن کې اسوده وي
نور به خلاص د بل محنت او د ازار یو

د کوکنار او بنګ د بوټو کر په ځای به
کروندګر به د زعفران، غنم او جوار یو

په نیشو روږدي علاج به هر بیمار وي
ټول په فکر، جوړیدو د خپل دیار یو

لا تر څو به د غفلت په خوب بیده یو؟
غلط شوي د هـــر چا په تش ګفتار یو

افغاني وطن کې هره ورځ مرګی دی
دې غمجن، غمجن حالاتو نه بیزار یو