خصوصي لیدنه

  خپله یوازینۍ لوریې دومره ورته ګرانه وه چې یوه ورځ به یې هم که هغه ونه لیده نو زړه به یې په هواوو ، کله به چې په دفترکې هم یوڅوشیبې وزګارشو نوتلفون به یې روایوست اوخپلې لور موسکا ته به یې زنګ وواهه اوپوره روغبړبه یې ورسره وکړبیابه یې ورته وویل چې له ښاره څه وروړي موسکا به چې هرڅه وغوښتل نو ده به هم مازدیګر له دفتره درخصتېدو وروسته ورته اخیستل خوبیاهم دهغه شخصي بانک کارونه دومره ډیروو چې ډیرځله به ترې کور او وعدې هیرې وې
خو یو څه یې چې نه هیریدل هغه یې خپله لورموسکاوه کله کله به یې دموسکامورته ویل که له خلکو شرم نه وی نوموسکابه یې ټول عمرپه کورکیښنوله اونه یې غوښتل چې ورنه بېله شي ،نوځکه خويې مرکې ډیرې زر ررځوابولې یابه یې ورته زیات ولور ټاکلی وو اویابه یې ویل چې کورنۍ یې نه ده خوښه ، ریبارانوبه ورته ویل چې تاغوندې خوهرڅوک په بانکونو نه دي ناست غریبان یو
خومدیررحیم خان به په غرورسره ځواب ورکاوه
چې پیسې نه لری بیادمدیررحیم خان لورهم څه اوبونه ده راوړې
ډاکترجمال خوبیاله هغوکسانوڅخه وو چې مدیررحیم خان ورته مخامخ هم کنځلې کړې وې اوورته ویل یې چې که ته راته ټوله دنیاهم راوړې زمادلورخاوندبه نشې ، نورنودمدیررحیم دغه ترخه ځوابونه ډاکترجمال ته هم عادي خبره وه ، ځکه چې جمال په هېڅ صورت موسکانه شوی هیرولی له هغه ورځې چې موسکاله خپلې مورسره روغتون ته ورغلې وه ، نوپه لیدویې دډاکترجمال خیالونه بدل شوي وو اوپه ذهن یې دموسکایادونومنګلې لګولې وې .
له هغې ورځې نه ددې دووکلونوپه جریان کې هره میاشت دجمال یوه مرکه دمدیررحیم خان حجرې ته راتلله خودمدیررحیم خان همدایوځواب په خوله وو چې خپله لوردومره زرنه وادوي .
                                                     *****
    یوکال وروسته چې دولسي جرګې لپاره دټاکنواونوماندانودکمپاین بهیرپیل شو نومدیررحیم خان څلورم که پنځم کس وو چې دبانک دڅوهمکارانوپه مشوره یې ځان کاندیدکړاو یوه میاشت وروسته یې دښارپه واټونواودیوالونولوی لوی عکسونه ولګېدل ، دډاکترجمال په څیرنوروهغوکسانوچې مدیررحیم خان یې ریباران ناهیلي کړي وو ټولودهغه عکسونوته کنځلې کولې اوڅیره یې سمه نه ده ورباندې لګېدله خودجمال زړه لاهم نه صبرېده ، اوموسکایې له زړه نه نه وه ایستلې یوه ورځ یې دجمعې په ورځ چې روغتون ته نه ووتللی دمدیررحیم خان احوا ل واخیست کله چې پوه شو نن په کورکې دی نویوځل بیادکمپاین دفترته له خپلودوو ملګرواوکاکاسره ورغی ، دکمپاین په دفترکې ډیره ګڼه ګوڼه وه شاوخواخلک ناست وو چایونه یې مخې ته ایښي وو اومجلسونه یې کول په یوه بله کوټه کې مدیررحیم خان له له خپلوڅوملګروسره ناست وو اودخپل کمپاین په اړه یې سوچونه کول ، یوه کس کوټې ته ورننوت اودیوڅوکسانودراتلویې ورته وویل
مدیرصیب یوڅوکسان له تاسره خصوصي کارلري
مدیررحیم خان زرځان سم کړ پګړۍ یې په سرکړه اوپه دروازه کې ولاړکس ته یې ځواب ورکړ.
هوزریې راوله حتمامهم خلک دي
یوې ځانګړې کوټې ته ننوت پنځه کسان ورته په انتظارناست وو دډاکترجمال په لیدولږتم شم خوبیرته یې په شونډوموسکاوغوړېده له سلام اوستړي مشي وروسته یې خبرې پیل کړې کله چې دکمپاین خبرې خلاصې شوې دډاکترجمال کاکاربیاخپله پخوانۍ خبره وریاده کړه .
مدیررحیم خان وخندل اوپه اوږدوچرتونوکې غرق شو خوزربیرته په خبروراغی څه ووایم تاسې هم بلاغټه کورنۍ لری خیردی داخودکمپاین دفتردی دافیصلې دلته نه کیږي زه به بېګاشپې ته احوال ته درکړم دازماکارتونه درسره واخلی اوتاسې هم یونمبرراکړی له المارۍ یې څوواړه کارتونه راواخیستل دوی ته یې ورویشل اوبیایې دجمال دتلفون شمیره په خپله کتابچه کې ولیکله .
                                                   *****
    دشپې ترناوخت پورې ډاکترجمال له خوښۍ په جاموکې ناځایده اړخ په اړخ اوښته اودموسکاله پلارسره یې دننۍ خصوصي لیدنې په اړه خبرې کولې نه پوهیده چې څنګه یې دلومړي ځل لپاره ورسره دومره ښه چلندوکړاورټلی ځواب یې ورنه کړ،هغه ځکه ډيرهیلمن وو ،چې ده ته یې وعده ورکړې وه اودتلفون نمبریې اخیستی وو .
یوڅوشیبې لانه وې تیرې شوې چې تلفون ته یې زنګ راغی یوه نااشناشمیره وه چې ټول په کې اوه صفرونه وو اوکې یې کړاوغوږیې ونیوه
له هغې خوادمدیررحیم خان اوازله خنداسره راغی .
څنګه یې ډاکتره ؟
جمال له خوښۍ په لړزيدلی اوازځواب ورکړ
صیب ښه یم ....ډیردخو.......
خوهغه یې خبرې ورپرې کړې
منم چې ډیره به دې سوادوي په څه زورمې ستاسې غوښتنه دموسکاپه مورومنله مبارک موشه .........خو...
دډیرې خوښۍ نه دجمال خبرې غلې شوې بیایې خبروته ځان جوړکړ
خو...دې دڅه لپاره وویله
مدیررحیم خان وخندل اوخبره یې په خنداکې وغځوله
خو...
له خونه مه ډارېږه
.سرله سبانه به په کمپاین پیل کوې ستاسې دروغتون مراجعین ترټولوډیرمهم دي نورې خبرې به بیاپه ارامه کوو .
۱۳۸۹-۵-۲۹
جلال ابادښار،صفاکمپلکس دفتر